په پاکستان کې د شیعیانو هدفمنه وژله په ۲۰۱۳ م کال کې هماغه راز دوام لر ی

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د پیښور شیعیانو پرون د هدفمنو وژلو په اعتراض کې په دغه ښار کې پراخې سوله ایزې مظاهرې ترسره کړې . په دغو مظاهرو کې ښځو ، ماشومانو او  بوډاګانو هم له  نورو خلکو سره یو ځاې  په داسې حال کې ګډون وکړه چې د معلومو ترهه ګرو په لاس یې په دغه ښار کې د شهیدانو عکسونه په لاسونو کې درلودل  او د لبیک یا حسین (ع ) په شعارونو سره یې له حکومته وغوښتل چې د ترهه ګرو په وړاندې له خپلو ښاریزو په ساتنه کې په خپلې دندې عمل وکړ ی .

په دغو مظاهرو کې چې دشیعیانو د بیلا بیلو ګوندونو له لوری د زرګونو خلکو په شتون سره ترسره شوې ، د دغو ډلو ګوندونو ویناوې وکړې  او له حکومته یې وغوښتل چې  له دې زیات د شیعیانو امتحان مه اخلی .

د شیعیانو هدفمنې وژلې چې اوس په پیښور کې هم خپل اوج ته رسیدلی دی ، د کراچۍ او کویټه په شمول په نورو ښارونو کې له کلونو کلونو راهیسې په خپل اوج کې دی .

د بشری حقوقو نړیوالې موسسې هم په یوه راپور کې چې څه موده وړاندې خپور شو ، په ډاګه لیکلی وو چې  د۲۰۱۲ میلادی کال دپاکستان ډیر خونړې کال وو  او ډ پاکستان په حکومت ، پوځ او استخباراتی ادارو د نیوکې په ترڅ کې ، هغو په انسانی حقوقو د تیری په مخنیوې کې ناکامه بللی دی . د بشری حقوقو نړیوالې موسسې په خپل دغه ۶۶۵ پاڼیز راپور کې ویلی دی د پاکستان د حکومت ، پوځ او استخباراتی ادارو همدا روده سبب شوی ده چې افراطیان په لږکیو حملې کوی .

د پاکستان د بشری حقوقو د موسسې مشر علی دایان هم په دې باره کې ویلی دی چې  په ۲۰۱۲ م کال کې د انسانی حقوقو تر پښو لاندې کولو شمیر ډیر زیات خطرناک حالت ته رسیدلې دې  او په بیګناه او بی دفاع خلکو  دغه حملې د القاعده ، طالبانو او القاعدې پورې اړونده نورو ترهه ګرو ډلو په وسیله شوی دی .

د بشری حقوقو د نړیوالې موسسې راپور زیاتوی چې په ۲۰۱۲ م کال کې مذهبی افراطیانو یوازې  څه د پاسه ۴۰۰ شیعیان وژلی دی او یوازې په بلوچستان کې ۱۲۵ شیعیان وژل شوی دی  ، او په ۲۰۱۳ م کال کې هماغه راز د شیعیانو وژله دوام لر ی . په جنورۍ میاشت کې د ځان وژونکیو حملو له امله په کویټه کې ۹۲ شیعیان شهیدان شول او اوس یوه موده کیږی چې له کراچۍ او کویټه وروسته د خیبر پښتونخواه صوبې پیښور ته هم د شیعیانو وژله غځیدلی ده . په رڼا ورځ د امنیتی عسکرو په شتون کې شیعیان په تیره بیا شیعه ډاکټران ، د پولیسو افسران ، حقوق پوهان  او حکومتی مسولان یوازې په دې خاطر چې شیعیان دی ، د ترهه ګرو په لاس شهیدان کیږی  او د دغو ټولو وژلو مسولیتونه هم د لشکر جهنګوی ترهه ګرې ډلګۍ چې طالبانو او القاعده پنورې اړونده ده ، پر غاړه اخیستی دی  خو له بده مرغه تراوسه د پاکستان  حکومت او استخباراتی اورګانونو له لوری  له دغو ترهه ګرو ډلګیو سره هیڅ ډول چلند ندې شوې ، په داسې حال کې چې د پاکستان امنیتی ادارې په تیره بیا ای ایس ای ته ډیره ښه پته ده چې د دغو ترهه ګرو مرکزونه او پټنځایونه چیرته دی  او که چیری نیت وکړی  چې د شیعیانو دغه وژله ودریږی  ، نو په ډیرې اسانۍ سره دا کار کولې شی . البته د ویلو ده چې هغو هم مجبوره دی او دغو ترهه ګرو ډلګیو پر ضد کوم اقدام نشی کولې  ځکه چې دغه ترهه ګرې ډلګۍ نه یوازې په داخل کې د ځینو اورګانونو له لوری ملاتړ کیږی بلکې دغه ترهه ګرۍ ډلګۍ  له سعودی عربستان  او د امریکا او انګلستان له استخباراتی ادارو سره هم ارتباط لر ی  او دغه ډلګۍ د همدغو هیوادونو پروګرامونه پر مخ بیایی  او د مسلمانانو په تیره بیا د شیعه او سنی ترمینځ درز ته اړتیا لر ی ، البته د ویلو ده چې دا یوازې شیعیان ندی چې د دغو ترهه ګرو حملو هدف ګرځی بلکې دا څو کلونه کیږی چې په بریلوی اهل سنتو هم د دغو ترهه ګرو ډلګیو له لوری چې وهابی تفکر لری ، حملې کیږی  او تر هغه وخته چې د پاکستان اهل سنت او شیعیان  له دغې سپیرې وهابی ښکارندې سره د مقابلې لپاره سره یو موټې او متحد نشی ، دغه د بیګناه او بی دفاع مسلمانانو وژلې به دوام ولر ی .

Add new comment