امریکا به راتلونکی کال په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې، هېواد به یې راتلونکی کال په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي.

اوباما د کانګرس ګډې غونډې ته په خپلې کلنۍ وینا کې وویل چې، ۳۴ زره امریکایې سرتیري به راتلونکی کال له افغانستانه و ایستل شي.

دا شمېره په افغانستان کې د میشتو امریکایې ځواکونو له نیمایې زیاته برخه ده.

اوباما وویل، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د زیاتو امریکایې سرتیرو په وتلو سره پدې هیواد کې د امریکا جګړه پای ته رسیږي خو امریکا به په افغانستان کې دوه نور ماموریتونه و لريچې د کورنیو عسکرو روزنه او د هغه په خبره د ترهګرۍ خلاف هڅې .

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اوباما دا طرحه رد کړې ده .

د طآلبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن وویل اوس د دې وخت را رسیدلئ چې امریکا او یرغلګر ملګري ېې حقیقت ته غاړه کیږدي او خپله ماته ومني او زر تر زره خپل ټول عسکر له دې هیواده وباسي .

مجاهد زیاته کړه د افغانستان بحران یواځې د بهرنیو عسکرو په وتلو او د دې هیواد د خلکو له خوا د خپل برخلیک ټاکلو له لارې هواریدلئ شي .

Add new comment