د پاکستان حکومت په هنګو ضلع کښې عمومي ویر اعلان کړی

د فارس خبرې آژانس د راپور له مخې  پرون د پاکستان د خیبرپښتونخواه په هنګو ضلع کښې فیض الله جومات ته څیرمه  ځانمرګي برید کښې  ۲۸ کسان  وژل شوي او تر ۶۰ ډير ټپيان ،چې د پاکستان حکومت نن  په دغه صوبه کښې عمومي ویر اعلان کړی او  درست ښوونیز او روزنیز مرکزونه هم رخصت دي .

د پولیسو یوه ویاند محمد سعید خان وویل  ترهه ګرو ځانوژونکې واسکټونه اغوستي ؤ،چې ځانونه یې جومات ته نږدې هغه وخت وچاودول چې خلک له لمانځه وروسته ،له جوماته راوتل.

په دغه  ترهه ګر برید کښې پنځه پولیس وژل شوي او لسګونو ګاډو او دوکانونو ته تاوان هم اوښتی دی .

هغه وویل  په جومات د ترهه ګرو د برید هدف،د فرقه ای جنګ د اور بلول ؤ .

Add new comment