د پيغمبرانو او امامانو شفاعت د خدای له وحدانيت سره څنګه سمون لري؟

د پوښتنې سپړنه: لکه څنګه چې روښانه شوه د مسلمانانو په نزد شفاعت يو منلے شوے اصل دے. د قران له نظره د شفاعت په ځواب کښې وويل شول چې د خدای په اجازې سره پيغمبرانو، معصومو امامانو او… ته دا ختيار ورکړې شوې دے چې ګناهګار او خطاکار انسانان له هغوي شفاعت وغواړي. د وهابيانو او ابن تيميه له نظره چې وروسته به ورباندې خبرې وشي، که څوک له پيغمبره، معصومو امامانو او… شفاعت وغواړي نو له مشرک کيږي ځکه چې پيغمبران او معصوم امامان يې له خدای سره سم کړي دي او دا خبره له توحيد سره سمون نه لري.

ځواب: «شفاعت» د «شفيع» له مصدره دے، په لغت کښې د وساطت، مينځګړتوب او يوې مطلوبې نتيجې ته د رسيدلو لپاره له چا سره د يو ځای کيدلو په معنی دے[1]. د علم کلام په اصطلاح کښې شفاعت، د خدای د هغه بخشش او رحمت په معنی دے چې د انبياو او اولياو په وسيله ځينې بندګانو ته رسي.[2]

د پيغمبر(ص) له وخت راهسې تر اوسه پورې د مسلمانانو طريقه همدا وه چې په ژوند کښې او له مرګه وروسته، له رښتونکيو شفاعت کوونکيو شفاعت وغواړي اسلامي پوهانو يو کس هم تر اوسه پورې داسې غوښته له اسلامي اصولو او حکمونو سره مخالف نه ده ګڼلې، په پينځمې پيړۍ کښې ابن تيميه، له دې مسلې سره او همدارنګ له نورو ډېرو غقيدو سره مخالفت وکړ. له هغه درې پيړۍ وروسته محمد بن عبدالوهاب نجدي، يو ځل بيا د مخالفت بيرغ ورپاوۀ او د ابن تيميه مکتب يې ژوندې کړ.[3]

په خپله شفاعت وهابيان مني خو يوازې په ځينې حکمونو او خصوصياتو کښې بيل نظر لري، د وهابيانو له نظره شفاعت هاله صحيح دے چې انسان نيغ په نيغه له خدايه وغواړي چې پيغمبر او هغه کسان چې د شفاعت اجازت لري د انسان شفاعت وکړي.ابن تيميه وايي: “که څوک ووايي: خدای ته د نزدې کيدو لپاره له پيغمبر غواړم چې زما شفيع شي، نو دا د مشرکانو له کارونو دي”. محمد بن عبدالوهاب وايي: “د شفاعت غوښته بايد يوازې له خدايه وي، نه له شافعانو، يعنې بايد وويل شي: خدايه! د قيامت په ورځ محمد(ص) زما شفيع وګرځوې”[4]

دغو مطلبونو ته په پام، ضروري ده چې له شفاعت سره اړوند روايتونو ته پام وکړې شي او حقيقي او غير حقيقي شفاعت وپيژندې شي چې له وحدانيت سره د شفاعت سمون څرګند شي.

له شفاعت سره تړلي ايتونه په اوو ډلو ويشلې شو او له هرې يوې ډلې يو ايت د بيلګې په طور ذکر کوو:
1. د شفاعت مطلقا نفي کول

ځينې ايتونه، شفاعت مطلقا او په کلي توګه نفي کوي: «أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّة وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُون؛[5] او داسې ورځ به راورسي چې په هغې کښې به نه تجارت وي او نه به پکښې دوستي او نه شفاعت، او کافران ظالمان دي.»

په نورو ايتونو کښې له موجودو نښانو دا په لاس راځي چې په دغو ايتونو کې شفاعت مطلقا او په کلي توګه نه دے نفی شوے بلکه غرض يې د شفاعت ځينې برخه ده چې (باطل شفاعت) دے.
2. د يهوديانو په نظر کښې شفاعت نفي کول

قرآن كريم فرمايي:
«وَاتَّقُواْ يَوْماً لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئاً وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُون»؛[6]
له هغه ورځې وويريږئ چې هيچا ته به د بل په ځای سزا نه ورکول کيږي، نه به يې شفاعت قبليږي، نه به ترې بدل اخستل کيږي او هغوي سره به مرسته نه کيږي.

د دې ايت مطلب، هغه شفاعت دے په کوم چې بني اسرائيلو د ځان لپاره عقيده لرله. هغوي به ويل: مونږ د پيغمبرانو زامن يو او زمونږ د ګناه بار چې هر څومره هم دروند وي نو زمونږ پلاران به زمونږ په حق کښې شفاعت کوي.
3. له کافرانو د شفاعت نفي کول

د قران ايتونه په څرګنده وايي چې د قيامت په ورځ، د کافرې ډلې لپاره هيڅ شفاعت او شفاعت کوونکے نشته: «فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِين؛[7] د شافعانو شفاعت به هغوي ته څه ګټه نه ورکوي»
4. له بتانو شفيع په جوړونکو باندې نيوکه

د قران ځينې ايتونه د بتانو په شفيع والي نيوکه کوي: «وَمَا نَرَى مَعَكُمْ شُفَعَاءكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاء لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُم؛[8] [د بتانو عبادت کوونکې يوې ډلې ته ويل کيږي:] او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه شفيعان ولې نه وينو چې تاسو ګمان کاوۀ چې دا مونږ سره شريک دي ستاسو تر مينځ تړون پرې کړې شو.»
بت پالو به دا ګمان کاوۀ چې د جوړکړې شوو معبودانو او د لرګي، کاڼو او اوسپنې د بتانو په عبادت سره د هغوي پام ځان ته راواړوي چې د خدای په نزد د هغوي شفيعان شي.
5. له خدای سره خاص شفاعت

د قران کريم ځينې ايتونه شفاعت له خدای سره خاص ګڼي او فرمايي: «قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعاً لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُون؛[9] ووايه شفاعت ټول د خدای لپاره دے د هغه لپاره د اسمانونو او ځمکې باچاهي ده، بيا به تاسو هم هغه ته ورګرځئ»
6. د خدای په حکم شفاعت

ځينې ايتونه د خدای اجازه د شفاعت لپاره مهم شرط ګڼي: «مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِه؛[10] څوک دے چې بې د هغه له اجازته شفاعت وکړي» يعنې يوازې هغه ډله شفاعت کولې شي چې خدای پاک ورته د شفاعت اجازت ورکړې وي.
7. د شفاعت کوونکيو خصوصيات

هغه ايتونه چې نه يوازې په کلي توګه د شافعانو په هکله خبر ورکوي، بلکه د هغوي نښانې هم ښيي:
«لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى؛[11]
هيڅ کله د خدای له خبرو نه وړاندې کيږي او د خداې په حکم عمل کوي. خدای پاک خبر دے له هغه څۀ چې په دوي وړاندې دي څه په دوي پسې دي او د هغه چا شفاعت کوي چې د خدای خوښ وي.

په کلي طور ويلي شو: هغه ايتونه چې د شفاعت انکار کوي، هغه شفاعت په مستقله توګه نفي کوي او هغه ايتونه چې شفاعت ثابتوي، اول هغه يوازې د خدای لپاره ثابتوي او نور ايتونه دا ښيي چې خدای پاک خپل دا حق حقيقي شافعانو ته ورکوي، چې د هغه په اجازت سره، شفاعت وکړي نو دې ته په پام سرهد خدای نه علاوه د بل چا شفاعت د هغه په اجازت سره قبليږي او دا هغه خبره ده چې قران يې تاييدوي.[12]

د ويلو ده چې د شفاعت غوښته، دعا کول دي. قران له ښو خلکو د دعا غوښتلو وصيت کوي. نظام نيشابوري د دې ايت په تفسير کښې چې وايي: «مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا…؛[13] هر څوک چې د نيک کار د کولو سبب شي نو هغه ته به د هغې پوره برخه وي.» داسې وايي: د شفاعت حقيقت هماغه د مسلمانانو لپاره دعا کول دي.[14]

فخررازي هم شفاعت د خدای په دربار کښې په دعا سره تفسير کړے دے. هغه د «وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَة»[15] په تفسير کښې ليکلي: دا ايت په دې خبرې ګواه دے چې د عرش د حاملانو شفاعت، يوازې د ګناهګارو په هکله دے. نو دې ته په پام، شفاعت د فخررازي له نظره، د ګناهګار په حق کښې د شفيع دعا کول دي.

د شفاعت غوښته، دعا غوښتل دي.[16] په حديثونو کښې راغلي دي د يو مسلمان د بل په حق کښې دعا کول، شفاعت دے.  ابن عباس له پيغمبر(ص) نقلوي: «کله چې يو مسلمان مړ شي او د هغه په جنازه کښې داسې څلويښت کسان چې مشرکان نه دي لمونځ وکړي، نو خدای پاک د هغه په حق کښې د هغوي شفاعت (دعا) قبلوي”»[17] په دې حديث کښې دعا کوونکے د شفيع په توګه سره ياد شوے دے.

د سنيانو د روايتونو پر اساس، مسلمانان به په يوۀ خاص وخت کښې امام ته يا نورو مسلمانانو ته ورتلل او له هغوي به يې غوښتل چې له خدايه د باران سوال وکړي. او دا رنګ غوښته بې له شفاعت غوښتلو بل څه نه دي.[18] محمد بن عبدالوهاب هم له ژوندي انسان د دعا غوښته جائز ګڼي.[19]
8. واقعي او غير واقعي شفاعت

له باطل او غير واقعي شفاعت سره د واقعي شفاعت فرق دا دے چې واقعي شفاعت له خدايه شورو کيږي او په ګناهګار ختميږي او په غير واقعي او باطل شفاعت کښې د دې اپوټه فرض کيږي. په واقعي شفاعت کښې، مشفوع عنده، يعنی خدای پاک، د وسيلې يعنې د شفيع ټاکونکے دے. او په باطل شفاعت کښې مشفوع له، يعنې ګناهګار، د شفيع ټاکونکے دے يعنې ګناهګار ځان ته څوک شفيع ګرځوي، په غير واقعي شفاعت کښې چې نمونه يې په دنيا کښې موجوده ده، شفيع د ګناهګار له خوا د شفيع او وسيلې صفت اخستے دے، ځکه چې هغه په خپله دا وسيله ټاکلې ده او شفاعت ته يې مجبوره کړې ده. په واقعي شفاعتونو کښې چې د هغې جاري کوونکي انبيا او د خدای اوليا دي، وسيله او شفيع والے د خدای له خوا دي چې انبيا او وليان يې وسيله ګرځولي دي.[20]
9. له وحدانيت سره د شفاعت د غوښتلو رابطه

که هر ډول غوښته او اطاعت شرک وي، نو د دې لازمه دا کيږي چې ټول خلک د حضرت ادم(ع) له وخته تر ننه پورې مشرکان او کافران وي، ځکه چې هر يو کس په خپل عمر کښې له خپل ځانه له اوچت مقامه غوښتنه کړې ده او يا يې له هغه اطاعت کړے دے. هميشه زامن، نوکران، کارګران او فوځيان، له خپل پلاره، مشره او افسره اطاعت کوي او له هغوي ځينې غوښتنې لري. نو دې ته په پام سرهله بل کسه هر ډول درخواست او غوښته عبادت نه دے. لکه څنګه چې هر يوه غوښته هم شرک نه دے، ځکه چې عبادت، د حاجتونو غوښتل، که په دې طريقه وي چې ډېرې خوارۍ او ذلت سره او خضوع سره وي او په دې نيت چې هغه شفيع په دنيا او اخرت کښي په مطلقه توګه د هر کار کوونکے دے. کله چې په دې طريقې بې له خدايه له بل چا غوښته وشي، نو دا شرک دے[21] له دې امله، علامه طباطبايي فرمايي: شفيع د شفاعت په مقام کښې درې څيزونه نه غواړي:

1. له خدايه نه غواړي چې خپل مولويت او د بنده عبوديت په نظر کښې ونه ساتي او باطل يې کړي؛
2. له خدايه نه غواړي چې له خپله حکمه نظر وګرځوي؛
3. له خدايه نه غواړي چې د مجازات کلي قانون باطل کړي.

بلکه د مولا يو يا څو صفتونو لکه کرم، سخاوت او… چې د خدای پاک د بخشش او عفوې سبب کيږي، سره تمسک وکړي او د بنده هغه صفتونه چې ورسره مغفرت په لاس راځي لکه د بنده بې وسي، خواري، بدحالي… ياد کړي. او همدارنګ ځينې هغه صفتونه چې په په خپله په هغه (شفيع) کښې دي لکه خدای ته نزديکت، د خدای په نزد د منزلت او مقام لرل او… وسيله وګرځوي او له خدايه وغواړي چې د شفاعت غوښتونکي له ګناه تير شي. خدای پاک د مغفرت لپاره دا اسباب ښيي او کله چې دا اسباب ټول موجود شي نو مغفرت هم جاري کيږي.[22]

په بله وينا، لکه څه رنګ چې واجب الوجود په خپل ذات کښې د غير معلول نه دے، په خپلو صفتونو او کارونو کښې هم دا امکان نه لري چې له بل علته اثر قبول کړي. هغه يوازينې مؤثر دے او له هيڅ يوه څيزه اثر نه قبلوي. خدای پاک له مونږ غوښتي دي چې له دې وسيلو او سببونو ګټه واخلو او دا هيڅکله شرک نه دے، بلکه عين توحيد دے[23] که چرې دا کار شرک حسابيدے نو خلکو به د پيغمبر(ص) په ژوند کښې او د له هغه له وفاته وروسته له هغه حضرته شفاعت نه غوښته.[24]
10. شفاعت عين وحدانيت

کله چې مونږ د توحيد په ځيرتيا سره څيړنه وکړو او په هغې باندې شفاعت تطبيق کړو نو روښانيږي چې نه يوازې دا چې شفاعت له وحدانيت سره سمون لري بلکه شفاعت عين وحدانيت دے.
د توحيد ډولونه

توحيد ذاتي: خدای پاک يو داسې ذات دے چی شريک او همتا نه لري او د هغه په مقابله کښې، په دوو خدايانو باندې باور کول په ذات کښې له خدای سره شريک ګڼل کيږي.

توحيد افعالي: په نړۍ کښې يوازې يو ذات اثر کوونکے دے او د هر يو موجود اثر د خدای له خوا دے، د اور سوزول، د تورې پريکول او…، دا ټول د خدای له خوا او د هغه په حکم دي.

توحيد عبادي: د خدای پاک له ذاته پرته بل څوک د عبادت او بندګۍ وړ نه دي. د نړۍ په موجوداتو کښې يو کس هم د عبادت وړتيا نه لري، بتان، کاڼې او… او تر دې حده چې پيغمبران او د خدای وليان چې د هستۍ د کمال اخري درجې ته رسيدلي دي هغوي هم دا مقام نه لري چې عبادت او پرستش يې وشي.

د توحيد قسمونو ته په پام سره، له واقعي او حقيقي شافعانو د شفاعت غوښتل، د توحيد په درې واړو مرتبو کښې له توحيد سره سه ټکره نه لري، ځکه چې له اولياوو شفاعت غوښتل، د دوو خدايانو د جوړيدو سبب نه کيږي (ذاتي توحيد) يا د دې سبب نه کيږي چې مونږ يو بل موجود په اثر او فيض رسولو کښې مستقل وګڼو (افعالي توحيد) يا د بل چا بندګي قبوله کړو او د هغه عبادت وکړو (عبادي توحيد).[25] له دې ځايه دا ويلې شو: شفاعت له يو توحيد سره هم ټکره نه لري، ځکه چې د شفيع هغه رحمت بې د خدای له رحمته بل څه نه دے او د شفاعت او رحمت سبب هم له پروردګاره پرته د بل چا له خوا نه دے.[26]

دې ته په پام سره که شفاعت کوونکي، «اله» او واړه خدايان وګڼل شي، په دې طريقه چې هغوي د خدای له اجازته علاوه د شفاعت د مقام مالکان وي او د چا چې هم وغواړي شفاعت کولے شي، نو بې شکه د دوي دا غوښته له خدايه علاوه له بل چا ده او غوښتونکے يې مشرک دے.
خو که شفاعت کوونکي، د خدای مخلوق وګڼل شي چې د خدای پاک په خاص اجازت سره د يوې خاصې ډلې په هکله شفاعت کولې شي او بيا په ځينو شرطونو سره د هغه شفاعت وغوښتې شي نو بې شکه دا غوښته او درخواست له عادي کار سره څه فرق نه لري او دا عمل يې د توحيد له پولې نه دے وتلے. نو دې ته په پام سره دا تصور کول چې د خدای له وليانو شفاعت غوښتل په ظاهر کښې د مشرکانو کارونو ته ورته دے چې له خپلو تبانو به يې شفاعت غوښته، دا بې بنياده او بې اساسه خبره ده، ځکه چې د يو موحد سړي د خدای د اولياوو په هکله عقيده د کافر د خپلو بتانو په هکله له عقيدې سره بالکل بدله ده ځکه چې مشرکانو به بتان د شفاعت د مقام مالکان ګڼل چې په هره طريقه او د هر چا لپاره يې شفاعت کولے شو او دا مسله په بتانو باندې د خدايي باور و او شرک ګڼل کيده په داسې حال کښې چې مسلمانان د خدای د وليانو په هکله د شفاعت د مالکيت عقيده نه لري.[27] او هميشه شپه او ورځ دا وايي: «مَنْ ذَالَّذيِ يَشْفَعُ عِنْدَهُ اِلّا بِإِذْنِهِ».[28]

نتيجه

شفاعت يوازې له خدای سره خاص دے. کله کله خدای پاک خپلو وليانو او بندګانو ته په دوو سببو اجازت ورکوي چې له دې حقه ګټه واخلي:

لکه څه رنګه چې د خدای رحمت (که مادي وي که معنوي) په دې نړۍ کښې د اسبابو په وسيله مونږ ته رسي، لکه څه رنګ چې خدای پيغمبران د انسانانو د هدايت او نيکمرغۍ لپاره راليږي، لمر پيدا کوي چې خپلو شغلو سره خلکو ته ژوند وکړي  او…، همدارنګ د هغه مغفرت او بخشش هم د اسبابو، لکه د خدای د وليانو په وسيله مونږ ته رسي او اصلي اثر کوونکے خدای پاک دے.

خدای پاک اولياوو ته د شفاعت د مقام له ورکولو سره دا غوښتي دي چې د هغوي درناوې وکړي او د خدای ته د هغوي قربت او د هغوي د وجود ارزښت خلکو ته وښايي.[29]

د لا زياتې مطالعې لپاره نورې سرچينې

1. مرتضي مطهري، عدل الهي، 237مخ

2. نجم الدين طبسي، رويكرد عقلاني بر باورهاي و هابيت 68مخ

3. محسن اميني، تاريخچه نقد و بررسي وهابي‌ها، د سيد ابراهيم سيد علوي ترجمه، 285مخ

اخرنې حديث

پيغمبر(ص): کله چې عالم او په پل صراط تيريدونکي ما ته راورسي، نو تيريدونکي ته وايي: “جنت ته ننوځه او له خپل عبادته ګټه واخله”. او عالم ته وايي: اوس ودريږه او چې د چا غواړې د هغه شفاعت وکړه، ځکه چې شفاعت د هر کس لپاره قبول دے او په دې طريقه به د پيغمبرانو په مقام کښې ودريږي.[30]

د خدای له نه بدليدونکو سنتونو سره د شفاعت رابطه

پوښتنه: آيا شفاعت د خدای له نه بدليدونکيو سنتونو سره ټکره نه لري؟

د پوښتنې سپړنه: په دې نړۍ کښې په تکويني او تشريعي عالم کښې ځينې بدلون نه منونکي قانونونه دي چې په هغې کښې هيڅکله بدلون نه راځي او دا قانونونه لکه څه رنګ چې په تير وخت کښې و همدارنګ په دې وخت او راتلونکي وخت کښې هم حاکم دي او قران دې قانونونو ته سنت الله ويلي دي لکه چې فرمايي:

{فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللهِ تَبْديلاَوَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ الله تَحْويلا}؛[31] «د خدای په سنتونو کښې به هيڅکله بدلون ونه مومې او د خدای په سنتونو کښې به هيڅکله تغيير ونه وينې» د خدای له سنتونو څخه يو ګناهګارانو ته سزا ورکول دي او دا چې خدای پاک به د يو شان ګناهونو لپاره يو رنګ سزاګانې ورکوي. نو دې ته په پام سره ايا شفاعت د خدای له سنتونو سره څه ټکره لري؟ او ايا ګناهګارانو ته سزا نه ورکول د غرض او مقصد له مينځه تلل نه دي؟

ځواب

د خدای پاک مغفرت او لوی رحمت او د ګناهونو معافول د خدای د پيغمبرانو او اولياوو د سوري لاندې چې په خاصو شرطونو سره ګناهګارانو ته هم شامليږي په خپله د خدای له سنتونو يو سنت او د خدای له له نه بدليدونکيو قانونونو يو قانون دی، نو دې ته په پام سره چې کله شفاعت په خپله د خدای له سنتونو شو نو څه رنګ کيدې شي چې د خدای له سنتونو سره ټکره ولري؟!!

سپړنه

دا خبره منلې شوې ده چې د خدای سنتونه نه بدليدونکي دي

په دې خبرې کښې څه شک نشته چې د خدای سنتونه نه بدليدونکي دي او دا صحيح خبره ده خو بايد پام وکړو چې د خدای سنتونه د هغه په يوه صفت باندې نه دي ولاړ او خدای يوازې يو سنت نه لري بلکې خدای ډېرسنتونه لري چې هر يو په خپل ځاي بشپړ او د خدای له نورو صفتونو اخستې شوې او هغو ته شامل دے. د مسلې د لا زيات روښانيدو لپاره د عالمانو خبرو ته لږ پام کوو.
علامه طباطبايي په الميزان تفسير کښې او ايت الله جوادي املي په خپل موضوعي تفسير کښې په دې ځايونو کښې داسې فرمايي: په دې کښې څه شک نشته چې دخدای سنتونه يوشان او د هغه لاره نيغه لاره ده؛ خو دا يوهيړ او نه بدليدونکي سنتونه د هغه له صفتونو يوازې په يوه صفت چې «د تشريع صفت» دے باندي نه دي ولاړ چې هيڅ يو حکم او جزا په کښې له خپله ځايه نه شي بدليدې؛ بلکه دا صفت د هغه خدای په ټولو عالي صفتونو باندې ولاړ او قايم دے. نو دې ته په پام هره يوه پيښه د وجودي نظره د خدای پاک يوه يا څو صفتونو سره اړه لري چې د هغه عالي صفتونو په مناسبت چې کوم اختلاف په هغوي کښې رامينځ ته کيږي او دهغې څه غوښتنه وي نو هغه په وجود کښې راځي. لنډه دا چې د شفاعت واقع کيدل او د هغې په سبب د عقاب او سزا لرې کيدل، دې ته په پام سره چې د بيلا بيلو سببونو نتيجه ده لکه رحمت، مغفرت او د قضا حکم او حقدار ته د هغه حق رسول او صحيح قضاوت او فيصله کول، نو دا د خدای په جاري سنتونو کښې څه بدلون نه راولي.[32]

په حقيقت کښې نيوکه کوونکي دا تصور کړے دے چې عذاب ورکول او سزا ورکول اصلي سنت دے خو د شفاعت له مخې بخښل او مغفرت په قانون کښې يوه استثنا ده په داسې حال کښې چې په دې کښې يو هم د بل په نسبت څه استثنا نه لري بلکې هر يو له قطعي سنتونو دے چې په خپل ځاي کښې جاري کيږي نو نه ده پکار چې يو د خدای سنت وګڼو او بل د خدای د سنت سره د مخالفت په معنی تفسير کړو؛ او په اصل کښې چې مونږ وايو د خدای سنت او طريقې نه بدليدونکي دي د دې مطلب دا نه دے چې خدای له يوۀ سنته زيات سنتونه نه لري په داسې حال کښې چې هغه په خپله ځان داسې معرفي کوي {كُلَّ يَوْم هُوَ فِى شَأن}؛[33] «هره ورځ د هغه  لپاره يو کار او ځانته شان دے».

نو دې ته په پام سره د خدای هر يو کار او د هغه له تجلياتو هره يوه جلوه د هغه له صفتونو له يوۀ صفت سره تړلې ده.[34]

نو نتيجه يې دا شوه، که شفاعت د خدای له لوري ترسره کيږي او له چا عذاب اوچتيږي نو د هغه له سنت سره څه ټکره نه لري او نه د هغه په طريقو کښې څه بدلون راځي، بلکې شفاعت د ځينو عواملو لکه رحمت، بخښښ، حکم، قضا او د حقدار د حق ساتلو نتيجه ده. که دا حق هغه پيغمبر(ص) يا امامانو(ع) ته ورکړي نو د سنت مخالف يې څه کار نه دے شوے.

د لازياتې مطالعې لپاره سرچينې

1. عبدالله جوادي آملي، تفسير موضوعي قرآن كريم، 5ټوک، معاد در قرآن، 153مخ.

2. جعفر سبحاني، شفاعت د عقل، قرآن او حديث په حد کښې، 90مخ.

3. جعفر سبحاني، منشور جاويد، 8ټوک، 110مخ.

وروستے حديث:

پيغمبر(ص): ماته يې اختيار راکړ چې يا شفاعت وکړم يا مې نيم امت جنت ته لاړ شي. ما شفاعت خوښ کړ؛ ځکه چې حد يې ډېر دے و كنايش بيش‌تر است. ايا تاسو دا فکر کوئ چې شفاعت يوازې د پرهيزګارو مؤمنانو لپاره دے؟ نه، بلکې د هغه ګناهګارو لپاره دے چې په ګناه ککړ شوي دي.[35]

[1] . راغب اصفهاني،  مفردات الفاظ قرآن،457 و 458 مخونه، د شفاعت په بحث کښې.
[2]. علي‌رضا طاهري،  فرهنګ اصطلاحات متقابل و متشابه، 116 او 117مخونه.
[3]. جعفر سبحاني، آيين وهابيت، 259 او 261مخونه.
[4]. علي اصغر رضواني،  سلفي‌ګري، وهابيت و پاسخ به شبهات، 458 او 459مخونه.
[5]. بقره، 254آية.
[6]. بقره، 48آية.
[7]. مدثر، 48آية؛ ر.ك: اعراف، 53آية؛ شعرا، 101آية.
8. انعام، 94آية؛ ر.ك: يونس، 18آية؛ زمر، 43آية؛ يس، 23آية.
[9]. زمر، 44آية؛ ر.ك: انعام، 51آية، انعام،70آية؛ سجده، 4آية.
[10]. بقره، 255آية؛ ر.ك: يونس، 3آية؛ مريم، 87آية؛ طه، 109آية؛ سباء، 23آية؛ زخرف، 86آية.
[11]. انبياء، 27 و 28 آية؛ ر.ك: نجم، 26آية؛ غافر، 7 آية.
[12]. جعفر، سبحاني، الالهيات علي الهدي الكتاب و السنة و العقل، 338 – 340مخونه.
[13]. نساء، 85 آية.
[14]. محسن، امين، تاريخچة نقد و بررسي وهابي‌ها، د سيد ابراهيم سيد علوي ترجمه، 258مخ.
[15]. غافر، 7 آية.
[16]. فخررازي، تفسير كبير، د سورة غافر د 7 ايت لاندې،.
[17]. مسلم بن حجاج بن مسلم، قشيري نيشابوري، صحيح مسلم، 2ټوک، 665مخ.
[18]. محمد بن اسماعيل، بخاري، صحيح بخاري، 4 ټوک، 98مخ.
[19]. نجم‌الدين، طبسي، رويكرد عقلاني بر باورهاي وهابيت، 68 و 69مخونه.
[20]. مرتضي مطهري، عدل الهي،237 او 238 مخونه.
[21]. جعفر سبحاني، شفاعت در قلمرو عقل، قرآن و حديث، 273 او 274 مخونه.
[22]. محمدحسين طباطبايي، تفسير الميزان، ترجمه محمدباقر موسوي همداني، 1ټوک، مخ 24 مخ.
[23]. مرتضي مطهري، عدل الهي، 239 مخ.
[24]. جعفر سبحاني، الالهيات علي الهدي الكتاب و السنة و العقل، 357 او 358 مخونه.
[25]. جعفر سبحاني، شفاعت در قلمرو عقل، قرآن و حديث، 280 او 282 مخونه.
[26]. مرتضي مطهري، عدل الهي، 240 مخ.
[27]. سبحاني، جعفر، تفسير موضوعي، 2ټوک، 364،461،462 مخونه.
[28]. بقره، 255 آية.
[29]. شفاعت در قلمرو عقل، قرآن و حديث، 90 او 91 مخونه.
[30]. الفصاحة، ترجمه ابراهيم احمديان، 370مخ.
[31]. فاطر، 43آية.
[32]. محمد حسين، علامه طباطبايى؛ الميزان؛ 1ټوک، 163مخ؛ النشر الاسلامى مؤسسه؛ شپږم چاپ 1421 4ق؛ عبدالله جوادى آملى؛ تفسير موضوعى قران كريم؛ 5ټوک، معاد در قرآن، 153-154مخونه؛ اسراء خپرندويه؛ 1381.
[33]. الرحمن، 29آية.
[34]. جعفر سبحانى، منشور جاويد؛ 8ټوک، 110مخ؛ دارالقرآن كريم؛ 1410ق.
[35]. الفصاحة، د ابراهيم احمديان ترجمه، 370مخ.

Add new comment