د روزې احکام د ایت الله ارزګانی له نظره (دوهمه برخه)
پوښتنه :
ارزګاني صیب که یو کس یوازې خوراک او څښاک پریږدي خو د روژې د نورو ادابو خیال ونه ساتي مثلا دروغ ووایی ، غیبت وکړي او یا نور حرام کارونه وکړی ددغه ډول کس روژه څنګه ده ایا روژه یې قبلیږي او که ده ؟
ځواب :
په دې برخه کې باید پام ولرو چې په فقهی اصطلاح کې په عبادتونو کې مونږ دوه ډوله شرایط لرو. یو ډول شرایط هغه دي چې د صحت او صحیح والي شرایط دي او بل ډول یې د قبول او قبلیدو شرایط . مثلا که روژتي عمدا اوبه وڅښي نو دهغه روژې ته صحیح نه شو ویلی او روژه یې باطله ده یا مثلا که نیت یې نه وي کړی نو روژه یې صحیح نه ده . دې ته وایی د صحت شرطونه .
د دې په څنګ کې ځینې نور شرطونه شته دي چې د قبول شرایط ورته ویل کیږي په دې معنا چې څوک خوراک او څښاک ونه کړي او نیت یې هم کړی وي خو د دې په څنګ کې نامحرم ته نظر وکړي او دا چې د چا غیبت وکړي او تومت ولګوي.په دغه ډول مواردو کې که څه هم روژه له فقهی نظره صحیح ده او باطله نه ده خو وایی چې دا روژه قبوله نه ده . یعنې د قبلیدو شرط نه لري.مونږ هغه وخت روژه دخدای در ته لیږلی شو چې لکه څرنګه چې زمونږ جسم امساک او ډډه لري زمونږ روح هم له محرماتو ډډه وکړي نو له همدې امله مې په تیرې برخې کې تاکید وکړ چې دخدای رسول (ص)وفرمایل :په دې میاشته کې تر ټولو غوره عمل د محرماتو پریښودل دي . دا حدیث همدغه د قبول شرایطو ته اشاره کوي چې دا شرایط باید روژتی کس ولری.
په نورو عبادتونو کې هم د صحت او قبول شرطونه شته دي نو که یو روژتي د صحیحوالي د شرایطو خیال وساتي روژه یې سمه ده خو که په عین حال کې د قبول شرطونه ونه لري نو روژه یې نه قبلیږي.یعنې دا چې هغه یوازې د روژې شکل نیولی دی خو د عبادت روح یې نیشته دی.دغو شرطونو ته د عمل د قبلیدو شرطونه وایو.
پوښتنه :
دا چې روژه باطلیږي نه خو قبلیږي هم نه د دې مطلب څه ده ایا دغه کس باید دوباره روژه ونیسي او که نه ، مهرباني وکړئ دا مسئله یو څه وسپړئ؟
ځواب :
د صحت او قبول په شرایطو کې فرق دا دی چې د صحت شرایط که نه وي نو د روژې قضا باید ولري.مثلا که عمدا اوبه وڅښي خپله روژه یې باطله کړې ده او له رمضان پرته په نورو ورځو کې باید یوه قضایی روژه ونیسي البته په روژې کې ځکه قضا نه شي نیول کیدی چې د روژې خو هره ورځ خپله روژه واجبه وي.
په ځینو مواردو کې ممکنه ده چې په هغه کس چې د روژې د صحیحوالي شرطونه یې نه دي رعایت کړې او روژه یې باطله کړې ده کفاره هم واجبه شي . البته که عمدا روژه باطله کړي خو په حلال کار سره مثلا په څښلو او خوړلو سره په دغه بڼه کې باید یا شپیته روژې ونیسي یا شپیتو بیوزلانو ته ډوډۍ ورکړي یا یو مریی ازاد کړي ، خو که په حرام کار سره دغه کار وکړي مثلا په زنا یا شرابو سره روژه ماته کړي نو بیا باید کفارة الجمع ورکړي . یعنې هم دوه میاشتې روژې ونیسي هم شپیتو فقیرانو ته خواړه ورکړي او هم یو مریی ازاد کړي.
حال دا چې د قبول په شرایطو کې داسې نه ده مثلا که یو کس د قبول شرایط ونه لري نه په هغه باندې کفاره شته او نه قضا ، خو د روژې له برکاتو اثارو او ثوابه محرومه کیږي .او معنوي او اخروي برکات لاسته نه راوړي . نو مطلب دا چې د صحت د شرایطو په پریښودلو سره جرمانه او قضا او کفاره په همدې دنیا کې ده خو د قبول د شرایطو په پریښودلو سره جرمانه یوازې په اخرت کې ورکوي .ځکه چې هغه دنیا د بدلې او انعام دنیا ده او دا دنیا د صحت او بطلان دنیا.
پوښتنه :
که یو کس د روژې په حالت کې له خپلې میرمنې سره ملاستی او جماع وکړه د دې حکم څه دی ؟
ځواب :
په دې بڼه کې باید کفاره ورکړي.
پوښتنه :
یو مسلمان چې بې له څه عذره روژه خوري او نه یې نیسي د ده حکم څه دی ؟
ځواب :
په دې مسئله کې په فتواګانو کې اختلاف موجود دی او مسئله ورګرځي د وګړیو نیت ته چې هغه په کوم نیت سره روژه نه نیسي. په دې معنا چې روژه هم د لمانځه او زکات په شان د دین له ضروریاتو څخه ده او واجبه ده او هر مسلمان یې مني نو که یو کس د دین په بدیهیاتو او واجباتو عقیده ونه لري او منکر یې وي د مجتهدانو فتوا دا ده چې دغه ډول کس مرتد دی او د د ضروریاتو دانکار یو شکل هم دغه د روژې انکار دی
خو که یو کس د روژې منکر نه وي خو بې پروا او لټ کس وی مثلا یو شمیر کسان د لمانځه منکر هم نه دي خو دسهار لمونځ نه کوي ځکه چې سست دي او پاڅیدل ورته سخت وي نو دا کس په اصل کې د لمانځه یا روژې منکر نه دی خو بې حوصلې او لټ دی او لمونځ نه کوي یا روژه نه نیسي.دا کس په ځینو تعبیراتو کې فاسق دی او ځ ینې ورته د ګناهکار لفظ کاروي .خو مرتد نه ګڼل کیږي .نو مونږ باید د هغو کسانو په مینځ کې چې د ضروریاتو منکر دی او دهغه کس په مینځ کې چې لټ او سست یا بې پروا دی فرق قایل شو . ډیر داسې کسان شته چې زکات او خمس نه ورکوي یا لمونځ نه کوي خو منکر یې نه دي دا کسان مرتد نه دي خو ګناهکار دي. نو په روژې کې هم باید دغه مسئلې ته پام وشي.البته سره له دې چې که یو کس بیخي د روژې منکر وي بیا هم په دې کې دا بحث شته دی چې ایا روژه د دین له ضروریاتو او بدیهیاتو ده او که . اکثره بلکه تقریبا ټول علماء باور لري چې روژه هم د لمانځه په شان د دین له بدیهیاتو اوضروریاتو ده او ډیر لږ قایل دي چې ښایی د دین له ضروریاتو نه وي . نو دا هم د روژې حکم بدلولی شي.خو اصلی خبره هماغه د انسان په نیت پورې تړلې ده .
پوښتنه :
مهرباني وکړئ هغه موردونه راته بیان کړئ چې یو انسان پکې باید روژه ونه نیسي یعنې هغه موارد چې له انسانه روژه ساقطوي ؟
ځواب :
که یو کس په سفر لاړ شي او حتی په داسې سفر چې که په سپک تعبیر سره یې ووایو له روژې د تیښتې لپاره سفر بیا هم دغه سفر مکروه دی خو روژه پرې نه اوړي .او انسان کولی شي په سفر کې روژه وخوري. یا کوم کس چې لازم سفر لري کولی شي روژه ماته کړي او بیا یې قضا ونیسي.البته د هرې ورځې په بدل یوه ورځ روژه .
خو که سفر دحرام کار لپاره وی مثلا د غلا لپاره سفر کوي یا حتی ویل شوې دی چې که یوه ښځه بې د میړه له اجازته سفر کوي البته که سفر یې د واجبي کار لپاره نه وي نو په دې بڼه کې دغه سفر د معصیت سفر دی او روژه پکې نه شي خوړلی او باید روژه ونیسي. خو په حلا ل اومباح سفر کې کولی شی چې روژه ونه نیسي او بیا وروسته د کال په یوولسو میاشتو کې د هغې قضا ونیسي.
همدا شان هغه کسان چې ناروغان وي البته هغه ناروغان چې نه خوړل او نه څښل ورته تاوان رسوي مثلا ځینې کسان د معدې زخم یا السر لري یا د شکرې ناروغان دي او یا داسې ناروغان چې پرله پسې باید اوبه اوڅښی یا یو څه وخوري نو که دغه کسان پرله پسې خوراک او څښاک ته ضرورت لري په دوي روژه نه ده واجبه . او قضا پرې نیشته تر هغه وخته پورې چې له ناروغۍ ښه شي مګر دا چې که تر بلې روژې هم ښه نه شي نو که له بلې روژې وروسته یې قضا نیسي باید هم قضا ونیسي او هم د هرې ورځې په مقابل کې یو مد خواړوه یعنې یو وږي ته د یو وخت په اندازه ډوډۍ ورکړي. او چې څومره روژې یې نه دي نیولې هغومره روژې دې هم ونیسي.
مثلا سږ کال یو کس د ناروغۍ له امله لس ورځې روژې ونه نیول شوې او بیا یې په درست کال کې دهغو قضا هم ونه نیول شوه تر دې چې د بل کال روژه پرې راورسیدله نو د بل کال د روژې له تیریدو وروسته باید دغه لس قضایی روژې هم ونیسي اولسو کسانو ته دې د یو وخت خواړو هم ورکړي. البته له داسې خوړو چې عام وي او دی یې په خپله هم خوري.دا د هغه ناروغ حکم دی چې تشه خیټه نه شي پاتې کیدلی او بې خوراک او څښاک پاتې کیدل ورته تاوان لري . خو که عام ناروغ وي مثلا تبه یې وی یا یې بل کوم مرض وي خو دې ته اړتیا نه وي چې بیا بیا دې خوراک او څښاک وکړي نو په دغه بڼه کې روژه نیولی شي. او باید قضا ېې نه کړي.او همدا شان په هغو ښځو چې دمیاشتې عادت ( حیض) لري په هغو هم روژه نه ده واجبه.
همداشان هغه سړي او ښځې چې بوډاتوب ته رسیدلې وي او د کمزورۍ او بوډا توب له امله روژه نه شي نیول . په دوي نه روژه واجبه ده او نه یې قضا ځکه چې قضا د هغه چا لپاره وي چې د ښه کیدو هیله یې وي مثلا ناروغ ، یا هغه ښځه چې بچي ته پۍ ورکوي یا مسافر چې په سفر کې وي خو بوډا سړی یا ښځه خو ورځ په ورځ بوډا کیږي او دښه کیدو امکان یې نه وي . نو په دوي نه اصل واجب دی او نه یې قضا ځکه چې بیخي په دوي روژه واجبه نه ده .
نو دا ځینې هغه موارد وو چې روژه پکې واجبه نه ده یا پکې قضا او کفاره واجبه ده او په ځینو کې یې صرف قضا واجبه ده او په ځینو کې نه قضااو نه کفاره .
پوښتنه :
تاسو اشاره وکړه چې که یو کس د ګناه او معصیت لپاره سفر کوي باید روژه ونیسي دا راته ووایئ چې ایا په خپله دغه معصیت روژه نه باطلوي مثلا غلا یا داسې بل کار؟
ځواب : دغه حرام کار که په دې ډول وي چې روژه باطلوي نو بیا خو یې روژه هم صحیح نه ده خو که مثلا د یو داسې کار لپاره سفر کوي چې روژه نه ماتوي خو ګناه ده مثلا ځي چې غلا وکړي یا جیب ووهي ، یا په دروغه ګواهي ورکړي په دغه ډول مواردو کې پر دې ورتیر چې ګناه یې کړې ده روژه هم باید ونیسي ځکه چې روژه یې د صحیحوالي شرایط لري.او روژه یې صحیح ده په دې معنا چې د عمدي افطار کفاره یا قضا پرې واجبه نه ده .
Add new comment