حضرت محمد(ص) د پيښو په طوفان کې
پيغمبر(ص) شپږ کلن ؤ چې مور بي بي امنه يې د خپلو خپلوانو او شايد د خپل خاوند د قبر د زيادت لپاره له حضرت محمد(ص) ره له مکې نه مدينې ته لاړه او د خپلو خپلوانو له کتنې او د خاوند له زيارته وروسته مکې ته روانه شوه خو د ستنيدو په وخت د ابواء په نامه په يو ځاي کې يې له دنيا سترګې پناه کړې او په دې ډول ګران پيغمبر(ص) په هماغه وړوکوالي کې چې د مور او پلار ډيرې مينې ته يې حاجت درلود، له داړو محرونه شو.
د هغوي شمايل: لکه څنګه چې د اسلام د پيغمبر(ص) زوکړه او ورپسې حالت عجيبه او خارق العاده ؤ همداراز د هغه حضرت د وړوکوالي وينا او کردار له نورو ماشومانو لوړ او ښۀ ؤ. په دا ډول چې حضرت عبدالمطلب له دې خبرې خبر و او د دوي به يې ډير احترام کوو.
د پيغمبر(ص) ترۀ حضرت ابوطالب وايې: هيڅکله مې له محمده(ص) دروغ، بد او جاهلانه کار ونۀ ليد، نه به يې بې ځايه خندل او نه به يې چټي خبرې کولې او اکثره به يوازې ؤ.
کله چې پيغمبر(ص) اوۀ کلن ؤ يهوديانو وويل مونږ به خپل کتاب کې لوستل چې د اسلام پيغمبر له حرامو او مشکوکو خوراکونو ځان ساتي نو بهتره ده چې وې ازمايو. دوي يوه چرګه پټه کړه او ابوطالب ته يې وليږله، ټولو کسانو وخوړه ځکه چې خبر نه وو چې دا د غلا ده خو پيغمبر(ص) ورته لاس هم ورنه وړو چې کله ترې د نه خوړلو د سبب پوښتنه وشوه نو پيغمبر(ص) وفرمايل چې دا حرامه ده او خداي پاک ما له حرامو ساتي. بيا يې ګاونډيو چرګه واخسته او پيغمبر(ص) ته يې وليږله خو د چرګې قيمت يې ادا نه کړو او له ځان سره يې وويل چې بيا به يې پيسې ورکړو. پيغمبر(ص) بيا هم ونۀ خوړه او وې فرمايل دا چرګه مشکوکه او شکمنه ده. کله چې يهوديانو دا حال وليد نو وې ويل چې دوي په ريښتيا ډير لوي او لوړ مقام لري.
Add new comment