د پرونۍ ترهګرې حملې د شهیدانو له جنازو سره د پاړه چنار د خلکو مظاهرې وکړې

سرلیک: د پاړه چنار شیعه مسلمانانو د شهیدانو د جنازو په نه ښخولو سره اعتراضی د پرونۍ ترهګرې چاودنې خلاف مظاهرې وکړې او د ترهګرو خلاف د حکومت نه یی د عملیاتو غوښتنه یې وکړه.

ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، د پارس ټو ډی نه په نقل، د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کښې پرون د مرکزی ماتم خانې مخې ته د شوې ترهګرې چاودنې په غبرګون کښې ځایی خلکو د پیښې د شهیدانو جنازې په شهید نومی پاک کښې ایښی او په دغو ترهګرو عملیاتو کښې د لاس لرونکو کسانو خلاف د سمدستی عملیاتو غوښتنه یې وکړه.
له بلې خوا د پنجاب صوبې په ملتان او ټنډو محمد خان سیمو کښې هم د مجلس وحدت مسلمین ګوند لخوا مظاهرې وشوې او همداشان شیعه علماء کونسل هم د دغې پیښې غندنه وکړه.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر ممنون حسین هم په جلاجلا پیغامونو کښې د پاړه چنار پرونۍ چاودنه غندلې ده.
له بلې خوا پخوانی سینیټر او د پاړه چنار مشهور شیعه عالم عابد الحسینی ویلی چې په پاړه چنار کښې پرون له چاودنې سمدستی وروسته په سوله ایز لاریون کونکو باندې د ملیشه ځواک په ډزو کښې درې تنه وژل شوی او نهه زخمی شوی دی خو د کرمې د ملیشه ځواک قومندان کرنل عمر ملک وایی چې ملیشه ځواکونو یوازې هوایی ډزې کړې دی چې هیچا ته پکښې زیان نه دی رسیدلی.
یاده دې وی چې پرون د جمعې له لمانځه مخکښې د پاړه چنار ښار په مینځ کښې د مرکزی امامباړې دروازې ته څیرمه د باردو یو ډک موټر وچاودید چې له امله یې تر وروستیو معلوماتو ۲۴ تنه شهیدان او کابو ۹۰ نور زخمی شوی دی.

 ترهګرې حملې
 کمسن شہید
 کمسن شہید

Add new comment