د پاړه چنار د چاودنې د مړو شمیر ۲۴ ته ورسید
د کرمې ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامیې او په پاراچنار کښې د پارس ټو ډي خبریال د معلوماتو له مخې یاده زوروه چاودنه په موټر کښې د ایښودل شویو چاودونکو توکو په وسیله شوې چې له امله یې د خواوشا ګڼو ګاډو او دکانونو ته سخت زیان رسیدلی دی. په وژل شویو کښې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دی او د شلو زخمیانو حالت ډیر بد رپورټ شوی چې ممکنه ده د مړو شمیر لازیات شی.
له چاودنې امنیتی او پوځی ځواکونو سیمه کلابنده کړې او زخمیان روغتونونو ته رسول شوی دی. د پاراچنار په ټولو طبی مرکزونو او روغتونونو کښې او همداشان د پیښور په حیات آباد میډیکل کمپلکس او لیډی ریډینګ هسپتال کښې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پاراچنار ترهګره چاودنه سخته غندلې او له غمجنو کورنیو سره یې خواخوږی ښودلې ده.
له بلې خوا د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ګوند هم د پاراچنار د مرکزی امامباړې په وره کښې شوې چاودنه وغندله او د نواز شریف حکومت یې د ترهګرو ډلو د حملو په مخنیوی کښې په ناکامۍ تورن کړ.
د پاراچنار د شیعه مسلمانانو خلاف دا چاودنه د جمعې د لمانځه لپاره د هغوی د تګ پر مهال شوې ده. د دې حملې پړه لا چا نه ده منلې خو کابو دوه میاشتې مخکښې د پاراچنار په سبزی منډۍ کښې د شوې چاودنې پړه لشکر جنګوی العالمی ترهګرې ډلې منلې وه چې پکښې کابو ۲۵ تنه شیعیان وژل شوی او نزدې پنځوس نور زخمی شوی وو.
Add new comment