داعش تکفیری ترهګره ډله د نابودۍ په درشل ده، ځینی هیوادونه د عراق په داخلی چارو کې ګوتې وهی
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادی پرون په کرکوک کې په خبری ناستې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د بشپړ نابودۍ او د موصل ښار د آزادۍ په درشل کې د عراق په داخلی چارو کې د ځینو هیوادونو په ګوتو وهنو د حیرانتیا په څرګندولو سره، د موصل ښار له اوسیدونکو غوښتی د عراق د امنیتی ځواک ملاتړ دې وکړی.
العبادی دې ته په اشارې سره چې دغه ډول مشکوکې لاسوهنې د منلو وړ نه دی، او د عراق حکومت اجازت نه ورکوی چې دغه شان کار وشی، وویل: د عراق ولس غواړی خپل ټاټوبی د ترهه ګرو له سپیرو منګولو پخپله آزاد کړی.
د عراق لومړی وزیر پرون او د موصل ښار د آزادولو لپاره د پوځ له تیارسی سره په یو وخت د عراق په شمال کې کرکوک ولایت ته لاړ او له ځای مسئولانو او امنیتی قوماندنانو سره ئې مهمې غونډې جوړې کړې.
په عین حال کې د عراق دبدر تنظمی عمومی منشی هادی العامری هم پرون ناوخته دعراق په شمال کې دترکیې دپوځی ځواک د دیره کیدا په باب وویل دعراق چپتیا ترکیه نوره هم سپین سترګی کړې ده .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یولړ ګوت وهونکو څرګندونو کې یو ځل بیا ویلی دی ، هیواد ئې د داعش له نیواکه دموصل ښار دآزادولو په عملیاتو کې ګډون ته هوډمن دی.
Add new comment