سعودي عربستان کې سخت اقتصادي کړکیچ
په داسې حال کښې چې سعودی عربستان دتیلو یو(۱) ترټولو ستر صادرونکی هیواد دی خو دسوریې او دیمن په شمول په ځینو هیوادونو کښې دپوځی لاسوهنې او دجنګونو د رامینځته کولو په علت له سخت اقتصادی کړکیچ سره مخ شوی دی .
دسعودی عربستان په مشرۍ په عربی ائتلاف کښې د پوځی عملیاتو لګښتونه او په یمن کښې څه دپاسه اتلس(۱۸) میاشتې جنګ او په سوریې کښې په جنګونو کښې په لاس لرلوسربیره چارې سبب شوی چې د عربستان بودجه د زیاتو وسلو د اخیستلو په خاطر ډیره کمه شی .
د بودجې خسارې سعودی عربستان دې ته مجبور کړ چې له تیرې دسمبر میاشتې راهسې دخلکو لپاره د انرژۍ او د اوبو سبسیډیانې ختمې کړی او دتیلو ، اوبو او ګازو بیې زیاتې کړی .
په سعودی عربستان کښې سخت اقتصادی کړکیچ د هندوستان ، پاکستان ، بنګلادیش او د فیلپیین په زرګونو کارګران له کافی پیسو او سرپناه لرلو پرته خپلو هیوادونو ته ستنیدا ته مجبور کړی دی .
Add new comment