طالبانو د افغان ولسمشر څرګندونو ته غبرګون وښود

طالبانو ډلې د افغانستان په ولسی جرګه کښې د دغه هیواد د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود او د ملی وحدت حکومت ته په خطاب کښې یې اعلان وکړ: په دنیا کښې هیڅ قدرت طالبانو له ماتې نه شی ورکولی.
د ایرنا د خبر له مخې د طالبانو ډلې یو ویاند قاری یوسف احمدی نن د دغې ډلې په ویب سایټ کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ولیکل: محمد اشرف غنی په دغو تندو ویناو سره هڅه کړې ده چې حقایق له خلکو پټ کاندی.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی درې ورځې مخکښې د کابل د ترهګرې حملې په غبرګون کښې د افغانستان په ملی شورا کښې په یولړ ویناو کښې د طالبانو په وړاندې د خپلې کړنلارې په بدلولو سره وویل: طالبانو ډله، حقانی نیټ ورک، د کویټې شورا او د پیښور شورا جنګی او باغی ډلې دی او حکومت به ورته د خپلو کړنو سزا ورکړی.

Add new comment