امریکا یو ځل بیا کمونیستان واک ته ورسول

۳۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د خلق ډیموکراټيک ګوند غړو د وخت په جمهور رییس کودتاه وکړه او د کورنۍ له نږدې اتلس تنو سره يې وواژه.
طالبان وايي چې دغه ورځ د افغان ولس په تاریخ کې توره ورځ ده او په خبره يې په همدې ورځ په لومړي ځل زموږ په اسلامي خاوره کې د کمونیزم په کفري اصولو ولاړ نظام سیاسي واک ته ورسيد.
دوی واړاندې ويلي چې هغه کمونیستان چې د ثور د اوومې کودتاه عاملين دي خو اوس د امریکايي یرغل په مرسته واک ته رسېدلي، د دوی په خبره د تېر په څېر به «مختوري» کېږي.
طالبانو د همدې ورخې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې د تېر جهاد هغه مشران چې خپل منځي شخړو کې برخه وال و، هم غندلي او لیکلي يې دي: «هغه مجاهدنما جګړه ماران او شریر کمونیستان چې ۲۳ کاله وړاندې یې د اقتدار په جنون کې د افغان اولس ګټلی انقلاب په اوبو لاهو کړ او ملت یې د نوي ویر په ټغر کیناوه، همدا اوس یوځل بیا د امریکایي یرغلګرو د مزدورانو په حیث په هیواد کې د کفر د ګټو لپاره چوپړ وهي .»
طالبانو په ولس غږ کړی، چې اوس هم دوی هماغه ډول مسوولیت لري لکه چې د روسي یرغل په وړاندې چې مسوول پاتې شوي دي.
د ادې داعلاميې یوه کاپي چی مونړته  رارسېدلې .
د ثور د اوومې او اتمې نیټې د پیښو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور اوومه نیټه زموږ دتاریخ هغه توره ورځ وه چې په لومړي ځل په کې زموږ په اسلامي خاوره   د کمونیزم په کفري اصولو ولاړ نظام سیاسي واک ته ورسید،د کمونستانو واک ته رسیدل کومه تصادفي او بې مقدمې پیښه نه وه،بلکې دا د افغانستان د هغه مهال دواکمنانو بي غوري، سهل انګاري او دیني ارزښتونو ته نه وفاداري وه چې د کمونیزم نشأت ، پرمختګ اوپه پای کې واکمنۍ ته یي زمینه برابره کړه.
افغانانو د خپلو دیني اصولو له مخې د کمونیزم په خلاف جهاد پیل کړ،افغان اولس یونیم میلیون شهیدان ورکړل، په لکونووګړي یي معیوب او نادرکه شول، ،په میلنونو خلک یې مهاجر شول،هیواد یي په کنډواله بدل شو، د پرمختګ ، ترقۍ او اقتصادۍ خودکفایي سفر یي په ټپه ودرید، د هیوادتقریبا ټول اقتصادي، صنعتي، تعلیمي او رفاهي بنسټونه ونړیدل، خودا ټول څه ددې لپاره وو چې له هیواد څخه د کفر او فسق خبث محوه شي، د هیواد میشت وګړي او راتلونکی نسل له عقیدوي او معنوي انحراف او ګمراهۍ څخه وژغول شي او دالله تعالی په دې ځمکه د الهي نظام وړانګې خپرې پاته شي .
د ۱۳۷۱ هـ ش کال د ثور په اتمه نیټه زموږودویاړلي جهاد له برکته کمونیست رژیم ونړېد، افغان د فتحې په ویاړ ویاړلي اولس تمه درلوده چې اوس به ددوی وینې رنګ راوړي، د خپلو څوارلس کلنو کړاوونو ثمره به ترلاسه کړي،خو ددې په ځای چې په هیواد کې د یوه سوله ایز اسلامي نظام د جوړولو لپاره کار وشي،یو شمیر د جهاد دعوه داران د خپلو مؤتلفو کمونیستي جګړه مارانو په ملتیا دقدرت په سر په جګړو اخته شول.
هغه مجاهدنما جګړه ماران او شریر کمونیستان چې ۲۳ کاله وړاندې یې د اقتدار په جنون کې د افغان اولس ګټلی انقلاب په اوبو لاهو کړ او ملت یې د نوي ویر په ټغر کیناوه، همدا اوس یوځل بیا د امریکایي یرغلګرو د مزدورانو په حیث په هیواد کې د کفر د ګټو لپاره چوپړ وهي .
هیوادوال شاهد دی،چې دوی د خپل شر او فساد په توسط یوځل بیا هیواد هماغه حالت ته رسولی چې د ثور داوومې کمونیستي کودتا په مهال ورسره مخامخ وو،که هغه مهال هیواد د شورویانو په قبضه کې وه اوس د امریکایانو په قبضه کې دی،که هغه مهال د کمونیستي کفر قوانین چلیدل اوس د غربي لیبرال فکر په بنسټ د نظام ستنې ولاړې دي،که هغه مهال اسلامي شعائرتوهینیدل اوس هم په حجاب،جهاد او اسلامي ارزښتونو په ښکاره ملنډې وهل کیږي،که هغه مهال دهیواد په مطبوعاتو کې په لینن درودونه ویل کیدل اوس هم په مطبوعاتو کې په اسلام برالا نقد کیږي او دغه د انساني کرامت مدافع دین، د وحشت او بربریت پيغام بلل کیږي.
د هیواد دې حالت ته په پام سره زموږ مؤمن اولس ته په دیني او وجداني لحاظ کټ مټ هماغه مسؤلیت ورپه غاړه دی چې د کمونیستانو د واکمنۍ په مهال یي درلود، له هیواد څخه د بهرني یرغل ختمول، داسلامي نظام اقامه او د هرډول فساد، فحشاء او فتنې محوه کول د واقعي مسلمانانو په حیث زموږ فریضه ده .
موږ د افغان مؤمن اولس د څو لسیزو قربانیو ته په احترام سره په هیواد کې د اسلامي نظام اقامه کولو ته تعهد لرو او په دې لاره کې د ثور اتمه د کمونیزم په وړاندې دجهاد د بریالیتوب د ورځې په حیث یوه ویاړمنه او تاریخي ورځ بولو او خپل مجاهد اولس ته یي مبارکي وایو.
دغه راز هغه کمونیستان چې د ثور د اوومې د بدمرغې کودتا عاملین دي او اوس یوځل بیا د امریکایي یرغلګرو په مرسته د اولس په سرنوشت لوبې کوي وریادوو چې ان شاءالله دا ځل به مو انجام تر پخوا ډیر عبرتناک وي او یوځل بیابه خپل اولس او تاریخ ته مختوري کیږئ . ان شاءالله

Add new comment