د عراق په نینوا ولایت کښې د داعش ډلې دوه مهم مشران وژل شوی

ایرنا خبری اژانس وایی دعراق د نینوا ولایت دعملیاتو په قوماندنۍ کښې یوه (۱)مسوول چارواکی پرون وویل د دغه ولایت په پنځوس(۵۰)کلومیټرۍ کښې په تلعفر مرکز کښې په السرای سیمه کښې دداعش ډلې په مرکز په پرونۍ هوایی حملې کښې دداعش ډلې دپولیسو مشر عبدالهادی قردی او د دغه ډلې د پوځی روزنې د کیمپ مسوول عیسی نصر ووژل شول .
داعش ترهګرې ډلې دامریکا، سعودی عربستان، بریطانیه ، ترکیې ، قطر، اسرائیلو ،فرانسې ، متحده عربی اماراتو، بحرین ،کویت او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په پوځی او سیاسی مرستو سره له تیرو دوو(۲) کلونو راهسې دعراق دشمال او لویدیځ ځینې سیمې نیولی اوهلته یې ستر او بوږونکی جنایتونه هم کړی .
د عراق ځواکونه اوس توانیدلی دی چې مهم ښارونه له داعش اسرائیلی تکفیری ترهګرې ډلې بیرته ونیسی

Add new comment