د مینځنی ختیځ د مشکلاتو د حل په باره کښې د ماسکو دریځ بدل شوی نه دی
د جولان د نیواکې لوړو په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک په اړه د روسیې دریځ ثابت دی .
مهر خبری اژانس وایی د روسیې د کریملین ماڼۍ ویندوی د یمیتری پسکوف پرون وویل د سوریې د جولان لوړو په هکله چې اسرائیلو له سوریې نیولی دی د روسیې دریځ ثابت دی او د ملګروملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره سمون خوری .
هغه وویل: د جولان دنیواکې لوړو په شمول دمینځنی ختیځ د مشکلاتو دحل په باره کښې دماسکو دریځ بدل شوی نه دی.
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر په تیرې پنجشنبې ورځ دروسیې له ولسمشر پوتین سره په کتنې کښې ادعا کړی وه چې دجولان لوړې به د موافقې له لارې یا له موافقې پرته داسرائیلو په سلطې کښې پاتې شی .
له دې مخکې امریکا هم ویلی وو چې په سوریې کښې دجولان لوړې د اسرائیلود یوې (۱)برخې په توګه نه ګڼی .
ملګری ملتونه د جولان لوړې د نیواکی ټاټوبی په توګه ګڼی چې باید سوریې ته بیرته ورکړل شی .
Add new comment