د افغانستان په شمال کښې یو شمېر طالب ځواکونه تسلیم شول
د افغانستان په شمال کښې په لسګونو طالب ځواکونو د خپلو له تشدده له ډکو فعالیتونو لاس واخېسته
د شین هوا خبری اژانس د رپوټ له مخې د بغلان والی ستار بارز وویل د طالب ډلې یویشت ځواکونه نن د دغه ولایت په پل خمبری سیمه کښې افغان حکومت ته تسلیم شول.
بارز وویل چې طالب ځواکونو چې په دوشی سیمه کښې فعالیت کوۀ د ځانونو په تسلیمولو سره له افغان حکومت سره له دښمنۍ لاس واخېست او د دغه هېواد د سولې له چلند سره یوځاے شول.
طالب ډلې په دې اړه تر اوسه د نظر څرګندونه نه ده کړې
د افغانستان د سولې د عالی شورا د چارواکو د اعلان له مخې د دوه زره لسم کال له مېنځنیو وختونو نه تر اوسه پورط له لسو زرو نه زیات طالب ځواکونو خپلې و سلې په زمکه اېښودې او د دغه هېواد د سولې له چلند سره یوځاے شوی دی.
Add new comment