د کابل د ستر جنایت وژلی تر 64 کسانو پورې ور سیدېد کابل د ستر جنایت وژلی تر 64 کسانو پورې ور سیدې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقی نن په یولړ څرګندونو کې وویل ، په کابل کې په پرونۍ ډله ایز ځان مرګی برید کې پړه ئې طالبانو ډلې په غاړه اخستی تر نن وروستیو پورې ئې دوژلو شمیر ۶۴ کسانو ته رسیدلی او دغه راز ټپیان ئې هم ۳۴۷ تنه ښودل شوی دی .
فرانس پریس آژانس راپورورکړ د هغه په وینا په قربانیانو کې زیاتره عام خلک چې ښځې او ماشومان هم پکې لیدل کیږی شامل دی . دافغانستان کورنیو چارو وزارت له دې مخکې دقربانیانو شمیر دیرش تنه اعلان کړی ؤ
دافغانستان طالبانو ډله دتیرې اونۍ په سه شنبې ورځې په افغانستان کې د خپلو پسرلینو حملو دپیلولو په اعلان سره ژمنه شوې دچریکی او انفجاری حملو څخه په استفادې سره به په دغه هیواد کې خپلې حملې لاپراخې کړی څو په افغانستان کې دلودیځ ترملاتړ لاندې حکومت له قدرته څنګة کیدو ته مجبوره کړ ی .

Add new comment