د منځنۍ آسیا په هیوادونو کی امنیتی اندیښنې

 د ازبکستان پوځیانو، د افغانستان سره د دغه هیواد په پولو کی امنیتی تدبیرونه او اقدامات زیات کړی دی.
د دغو تابیو زیاتیدا پداسی حال کی ده، چی ویل کیږی په دی وروستیو کی دری تنه د افغانستان اتباع، د ازبک پوله ساتو ځواکونو په ډزو کی وژل شوی دی.
په همدی اړه، همداراز ویل کیږی؛ د آمو سیند په غاړو کی د ازبک قواؤو پوځی ګزمی زیاتې شوی دی.
یو شمیر ازبکو او افغان مقامونو، د افغانستان په شمال کی د مخالفانو د ټروریسټی فعالیتونو زیاتیدل، او د آمو سیند په غاړو کی امنیتی ګواښونه، د ازبکستان د دغې رودې علت بللئ دئ.
پدی وروستیو کی، په افغانستان کی د یو ولایت والی، پدغه هیواد کی د داعش په ترهه ګرې ډلې پوری د پیلو کسانو له پراخ شتون څخه اندیښنه ښودلې ده.
 روسیې د خارجه وزارت یو مقام« ګریګوری کاراسین » هم، په افغانستان د داعش ډلې د روزل شویو او سازمان موندلو ترهه ګرو شمیر، شپږ زره تنه اعلان کړئ دئ.
دغه وضعیت، په افغانستان کی د ترهه ګرو ډلو د شتون له کبله، د امنیتی ګواښونو د زیاتیدو ښودونکئ دئ، او امکان لری د هغوی د فعالیت لمنه، د دغه هیواد د شمالی پولو بهر ته ارته شی.
د افغانستان سره د تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان د دریو هیوادونو ګاوندیتوب، او د دغو ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې لپاره، د افغانستان د دولت د لازم توان نه درلودل، د سیمې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره، د منځنۍ آسیا د هیوادونو د فردی او ډله ایزو، او پلان شویو امنیتی اقداماتو له دلایلو څخه دی.
دغه سیاست او روده، د ازبکستان په جمهوریت کی، د افغانستان او ازبکستان په پولو کی د امنیت د زیاتولو لپاره، د دغه هیواد د پوله ساتونکو ځواکونو د تقویې سبب شوې ده.
دغه سیاست، له هغه وخته د پوله ساتونکو او امنیتی ځواکونو د کار په اجنډا کی راغئ، چی د ازبکستان ؤلس مشر، اسلام کریم اف، د تیر کال په منی کی؛ په ډاګه وویل: چی د افغانستان پوځیان په یواځی سر، د افغانستان د اداره کولو او د طالبانو او پدی هیواد کی د فعالو ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې توان نه لری. له دې رویه، د منځنۍ آسیا نورو جمهوریتونو، د خپلو امنیتی اندیښمنیو د لږولو لپاره، پوځی؛ امنیتی او د پولې ساتنې ګډو همکاریو ته مخه کړې ده.
د قرغیزستان او تاجیکستان د ګډې پوځې مانورې د ترسره کولو لپاره، په تاجیکستان کی د قرغیزستان د پوځی ځواکونو شتون، او د جمعې امنیت د تړون سازمان د استخباراتی ارګانونو،او پوځی قواؤو همکارې هم، په همدی زمینه کی د څیړلو وړ ده.
د منځنۍ آسیا د جمهوریتونو د داخله وزارتونو د مقامونو ترمنځ، د هیواد څخه د بهرو جنایتونو په ضد، د ګډې مبارزې په زمینه کی، د همکارۍ د نوې موافقې لاسلیکیدا، د دغې فرضې له ثابتیدو سره مرسته کوی.
پدغه مانوره کی د جمعې امنیت د تړون سازمان د غړیو هیوادونو د ځواکونو د ګډون پراختیا هم، د شوروی اتحاد د پخوانیو جمهوریتونو په جغرافیا کی د دغې موضوع، او د امنیت د برابرولو د ضرورت بیانونکې ده.
دغه موضوع، د روسیې او چین لپاره هم، د هغو لوبغاړو په توګه چی د منځنۍ آسیا له جمهوریتونو سره، ګډې اندیشمنۍ لری، اهمیت لری. او کولای شی هغوی هم، د سیمې د امنیت د برابرولو د ضرورت د موضوع سره ښکیل کړی .

Add new comment