سوریې په جولان کې د اسراییلو لمسوونکي اقدامات وغندل
د سوریې خارجه وزارت د ملګرو ملتو امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ ته په یو لیک کې په نیواکي جولان کې د اسراییلو د لمسوونکي اقداماتو سره د مقابلې لپاره د دغه سازمان د سملاسي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.
د سوریې د رسمي خبري اژانس سانا د راپور له مخې د سوریې خارجه وزارت پرون په دغه لیک کې په نیواکي جولان کې د غونډې د جوړولو لپاره د صهیونسټ رژیم د کابینې اقدام په کلکه وغانده او تاکید یې وکړ چې دغه اقدام غلط دی.
د سوریې خارجه وزارت همداراز د ملګرو ملتو له سرمنشي وغوښتل چې په سملاسي دخالت سره دغه غیر مسوولانه اقدام وغندي او د سوریې په نیواکي خاوره کې یې دهغې د نه تکراریدو غوښتنه وکړه .
د سوریې خارجه وزارت په ۱۹۸۱ کال کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۴۹۷ پریکړه لیک ته په اشارې سره چې د سوریې د جولان په نیولو کې د صهیونسټ رژیم د پارلیمان مصوبه ردوي وویل د اسراییلو دغه شان سیاستونه ښیي چې دغه رژیم نړیوالې ټولنې ته هیڅ درناوی نه لري.
د جنیوا د سولې په مذاکراتو کې د سوریې د راتلونکي په هکله دموافقې د لاسته راتللو په نتیجه کې د جولان له نیواکي سیمې د تل ابیب د شاته کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې له فشاره د اسراییلو د لومړي وزیر نتانیاهو له ویرې وورسته هغه ادعا وکړه چې د سوریې دجولان ځینې لوړې به د اسراییلو په ولکه کې باقي پاتې شي.
Add new comment