یو امریکایي شناندي وهابیت د ټولو ترهه ګرو ډلو د جوړیدو سرچینه وبلله
د فاکس نیوز ټیلی ویژنی چینل د راپور له مخې امریکایی پوځي شناندي رالف پیټرز دترهه ګرو ډلو په جوړولو کې د عربستان رول ته په اشارې سره وویل ټولې ترهه ګرې ډلې که القاعده وي او که داعش او جبهة النصره له وهابیته سرچینه اخلي چې په اتلسمې پیړۍ کې په عربستان کې جوړ شو.
ده وویل وهابیت ډیر زیږ افکار لري او سعودیان له وهابیته په ملاتړ سره غواړي له اسلامه افراطي څیره وړاندې کړي.
دغه امریکایی شناندي د امریکا او عربستان په اړیکو په نیوکې سره وویل د امریکا دولت د دوه زره لومړي کال د ستمبر د یوولسمې د پيښې د راپور د اته ویشتو مخونو له خپرولو ډه کوي چې ویل کیږي په هغو کې په دغه پیښه کې د عربستان رول ته اشاره شوې ده ، او دا اقدام یوازې له عربستان سره د اړیکو د دوام لپاره دی .
اینډی پنډنټ ورځپاڼې څو ورځې مخکې خبر ورکړی و چې د ستمبر د یوولسمې د پيښې په هکله په ۲۰۰۳ کال کې د جمهوری غواړو او دموکراتانو د جوړې کمیټې د اته سوه مخیز راپور اته ویشت مخونه د امنیتي ملاحظاتو په وجه نه دي خپاره شوې. دغه اسناد له دغه پیښې په امریکا کې د شتون په وخت د سعودي عواملو له خوا د دغه پيښې د عواملو له ملاتړه پرده پورته کوي.
Add new comment