د یمن د سولې مذاکرات وځنډیدل
په یمن کښې ښکیلو خواو د دغه هیواد د سولې د خبرواترو د ځنډیدو خبر ورکړ.
یمنی لورو اعلان وکړ چې د یمن د سولې هغه خبرې اترې چې ټاکل شوې وه نن په کویت کښې وشی، ځنډیدلې دی.
د یمن د انصار ا... د استازو پلاوی د عربستانی ائتلاف لخوا د اوربند د خلاف ورزۍ په دوام باندې په استناد سره اعلان وکړ چې دم ګړۍ خبرواترو ته نه ورځې.
د یمن د انصارا... غورځنګ او هم د دغه هیواد د ولسی کنګرې ګوند د استازو پلاوی تراوسه کویت ته نه دی روان شوی او د دغو خبرواترو د ترسره کیدو وخت هم نه دی اعلان شوی.
په سویټزرلینډ کښې هم د یمن د سولې د خبرواترو تیرو پړاونو هم هیڅ ګټه نه وه لرلې.
Add new comment