په قاهره کې ددولتی ضد مظاهرو په درشل کې امنیتي تابیاوې سختې شوې

سعودي عربستان ته په سره سمندرګي کې د  مصر د دوو ټاپوګانو د ورکولو په اعتراض کې  په قاهره کې د دولت په خلاف د مظاهرو په درشل کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت  امنیتي تابیاوې زیاتې کړې.
له قاهرې اسوشیټډ پریس خبري اژانس د د مصر دکورنیو چارو د وزارت د یو مقام له خولې وویل چې پولیسو پلازمینې ته تلونکې ټولې لارې  په خپل کنټرول کې راوستې دي.
دغه مقام وویل د احتمالي ورانکارواقدماتو دمخ نیوي لپاره  قاهرې ته په تلونکو ټولو لارو کې پوسټې جوړې شوې  دي.
دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې  د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې  خپلو ښاریزو ته  عربستان ته د دوو جزیرو په ورکولو  دخلکو داعتراضونو د دوام په هکله خبرداری ورکړ   او وې ویل دغه مظاهرې دقانون خلاف دي او  کوونکو ته به یې سزا ورکړل شي.
د مصر دولت  په سره سمندر کې  د صنافیر او تیران په نامه دوه  جزیرې  عربستان  ته ورکړې او ادعا یې وکړه چې  د سمندري  پولو راښکلو وښودله چې دغه دوه ټاپوګان د عربستان په حدودو کې دي. دمصر ګوندونو او سیاسی بهیرونو د عربستان د پاچا ملک سلمان  په وړاندې د مصر د ولسمشر السیسی په کمزوري چلند اعتراض کړی دی.

Add new comment