د گډ حکومت په اړه د جان کري بله فيصله او د افغانانو سخت غبرگون!
د تېرې شنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير (جان کري) افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې د گډ حکومت په اړه خپله دوهمه پرېکړه صادره کړه!! چې دغې پرېکړې د بېلا بېلو اشخاصو او کړيو او په ټوله کې د گردو افغانانو سخت غبرگون راپارولى او دا يې د افغان مسلمان ولس سپکاوى بللى.
دا خو له چا پټه نه ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير لا په خپله لومړنۍ پرېکړه کې د افغانانو سپکاوى کړى و، د افغانانو رايې يې بې ارزښته او بابېزه وگڼلې او د امريکا په سفارت کې يې يو دوه سرى حکومت جوړ کړ، ښکاره خبره ده چې دوه سرونه مخالف سمتونه لري او ولس ته د خدمت پر ځاى د ستونزو او لا سردردۍ باعث گرځي. د اوسني دوه سري حکومت دواړه نيم په نيمه واکمن افغانانو تته د جان کري په دې سپکاوي کې برابر شريک وو – ځکه که اشرف غني ويلي واى چې ولس خو ډېرې رايې ماته راکړي ولې په واک کې شريک ومنم؟! او ډاکټر عپدالله عبدالله د ولس اکثريت رايو ته په درناوي سره د امريکا سفارت او جان کري ته مراجعه نه واى کړى او د افغانانو اکثريت قيمتي رايو ته يې د اشغالگرو په غرضي منځگړتوب او پردي پالنې، ترجيح ورکړى واى، نه به د ولس سپکاوى کېده، نه به ولس په دومره کچه ناخوالو او ناامنيو سره مخ کېده او نه به اجنبيانو ته د افغان ولس په کورنيو چارو کې دومره خپلسرو استعماري لاسوهنو ته زمينه برابرېده.
د گډ حکومت پر سر د جان کري منځگړتوب او پرېکړه د دوو کلونو پر موده حاوي وه، اوس چې دغه موده په ختمېدو ده- د امريکا د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې د اختلافي ايتلافي حکومت په همدې بڼه د يو کال نورې مودې د غځېدو حکم جاري کړى دى، چې د کري دې لاسوهنې په افغانانو ډېر بد تاثير کړى او په اړه يې د ډېرى افغانانو سخت غبرگونونه راپاريدلي دي.
د افغانانو د واليانو پر ټولنې سربېره، ډېرى افغانانو، د سياسي چارو شنونکو او په اسلاميت، افغانيت او خپلواکۍ مينو شخصيتونو او کړيو د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په دې استعماري عمل سخته نيوکه کړې، دا يې د افغان ولس سپکاوى او د افغانانو په کورنيو چارو کې بربنډه لاسوهنه بللې.
د سياسي چارو افغان شنونکو په ځغرده ويلي، امريکا ځکه په افغانستان کې د کمزورې او دوه سرې حکومتدارۍ پلوي کوي، پوهيږي چې د گډ حکومت په څېر د يوه پاشلي بېواکه او غير متمرکز رژيم تر سيوري لاندې د امنيتي تړون په څېر خپلو نورو هغو اهدافو ته په اسانۍ ځان رسولى شي چې په افغانستان او سيمه کې د دوى ښکېلاکي او استعماري گټې تضمينوي.
امريکا په دې خوښه او راضي نه ده چې افغانان د بهرنيو او اشغالگرو له وصايت او وساطت پرته د خپلمنځي مذاکراتو له لارې يو بين الافغاني تفاهم ته په رسېدو د تپل شويو موجوده حالاتو له بړبوکيو رابهر شي.
امريکايي اسلام دښمن او جنگ غوښتونکي چارواکي په دې باور دي، څومره چې د امريکا تش په نوم امنيتي تړون په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل شو په همدې کچه به د گډ حکومت د بلواکه واکمنۍ تمديدول هم د دې هېواد او خلکو لپاره د مزيد بحران، ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل وگرځي، اوبه به خړې او دوى به په کې د خپلو اهدافو کبان نيسي.
خو د افغانانو دا پوهېدنه او د جان کري په بربنډه لاسوهنه د سخت غبرگون ښودل د دې زيرى دى چې افغان ولس نور د بهرنيو اشغالگرو په خلاف متحد او يو موټى دى.
Add new comment