دامریکا جاسوسۍ اداره په سوریې کښې اوس هم ترهګرو ته وسلې رسوی

ورلډ سوشلیسټ اینټرنیټ پاڼې پرون په یوه(۱) راپور کښې وویل دامریکا جاسوسۍ اداره سی ایی ای(CIA) چې د سعودی عربستان، ترکیې او قطر په شمول په مینځنی ختیځ کښې دواشنګټن له اصلی متحدانو سره د ملګرتیا په لړ کښې عمل کوی همداس اوس دیوه پلان په چمتو کولو بوخته ده چې په سوریې کښې دامریکا او اروپایی هیوادونو تر ملاتړ لاندې ترهګرو ته د وسله والو مرستو زیاتولو پکښې شامل دی .
دغه راپور وایی نوموړی پلان دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA) او دسپینې ماڼۍ (White House)ګډ پلان دی .
دغه اینټرنیټ پاڼې زیاته کړه دامریکا دغه پلان به هغه وخت اجرا شی چې دسوریې دکړکیچ په هکله دجینیوا دصلحې خبرې د امریکا او لویدیځو هیوادونو تر ملاتړ لاندې د حکومت دمخالفو وسله والو ډلو دمشرانو په کارړنګونو سره نتیجې ته ونه رسیږی .
روسیه او ایران په حقیقی او رښتیونی ډول دسوریې دکړکیچ دحل کیدا غوښتونکی دی خو امریکا، عربستان ، قطر ، ترکیه او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه بیا دسوریې دجنګ داوږدولو او دصلحې دخبرو دناکامولو کوشش کوی .

Add new comment