ملګري ملتونه: د سوريې په راتلونکي پړاو خبرو کې پر سیاسي لېږد تمرکز کېږي

ملګري ملتونه وايي، سوریې په راتلونکي پړاو خبرو کې پر سیاسي لېږد تمرکز کیږي. دغه څرګندونې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته کړې دي. په ورته وخت کې امریکا په سوریه کې د تاوتریخوالي پر ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې ده. د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډيمیسټورا د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره د دې هېواد د سولې د روانې پروسې په اړه خبرې وکړې. د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته سټیفن ډیمیسټورا وویل، د سولې په راتلونکي پړاو خبرو کې به پر سیاسي لېږد تمرکز وشي. سټیفن ډیمیسټورا وايي: ((د جینوا د خبرو راتلونکی پړاو ډیر حساس او مهم دی ځکه چې موږ به حکومت اساسي قانون او په ځانګړي ډول پر سیاسي لېږد تمرکز وکړو. موږ هیله لرو چې دغه خبرې ښې پایلې ولري او د دغو خبرو د پایلو له پاره مو طرحه هم جوړه کړې ده.)) په دې لیدنه کې د سوریې بهرنیو چارو وزیر وویل، حکومت هڅه کوي په دې هېواد کې روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي. په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د تاوتریخوالي پر ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر په سوریه کې د جګړې د ډېروالي پړه پر حکومتي ځواکونو واچوله. له دې سره جوخت د سوریې حکومت په دې هېواد کې پارلماني ټاکنو هیله مندي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه ټاکنې به د سوریې په راتلونکي مثبت اغیز ولري. د راپورونو له مخې سبا به په سوریه کې پارلماني ټاکنې وشي، کومې چې د حکومت مخالیفینو بې ځایه هڅې بللې دي.

Add new comment