ثانی ګورګین او مرموزې وژنې؟

فرید د کندهار ښار د نهمې حوزې آمر دی،نوموړی د جنرال رازق لپاره د جاجو څخه وروسته دوهم رازداره او د ټولو مرموزو وژنو مسؤول دی،جاجو هغه قومندان و چې په کندهار ښار کې یې د لیکوالې او شاعرې (مینه انتظار) پر شخصی حریم برید کړی و،د هغې ګانه او نور یې غلا کړي وو،سره له دې چې آغلې مینې انتظار کابل ته راغله او محاکمو باندې وګرځېده خو چا یې غږ وانه ورېده تر دې چې طالبانو يه یوه برید کې وواژه او د مینې انتظار په ګډون د سلګونو کندهاریانو په زخمونو مرهم کېښود، د قومندان جاجو له وژلو وروسته اوس امر فرید د قومندان رازق خاص کس دی چې ورباندې حساب کیږي،ده یوازی په تېره میاشت کې تر دېرشو ۳۰ زیات کسان (محصلین،ځوانان،عوام) تري تم کړي دي، دی د نهمې حوزې آمر دی؛ خو په ټول ښار او ولسوالیو کې د چاپو وهلو او عملیاتو دترسره کولو صلاحیت لري، دوه د تورو هېندارو والا بی لمبر پلیټه فلډر موټران لري، چې د ښار له مختلفو ساحو څخه خلګ پورته کوي او بیا يې درک معلوم نه وي چې څه شو؟ چېرته لاړ؟ یاد سفاک او ظالم قومندان یوازې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا پنځوس بې دفاع افغانان په مختلفو پلمو په شهادت ورسول چی شهید بشیر احمد ریان د کندهار د پوهنتون محصل هم د همدې قومندان موټرونو پورته کړی وه.
جنرال رازق خلګ د ښار څخه څنګه پورته کوي او بیا يي څنګه ورکوی ؟
رازق چې په کندهار کې د ظلمونو،شکنجو او تعذيبونو اوږده سابقه لري په ښار کې دوه دتورو هېندارو والا فلډر موټران خوشي کړي دي، بس په ښار کی ګرځي هر څوک يې چې په زړه ښه ونه لګیږي هغه ځان سره پورته کوي او هېڅ باک هم پرې نلري، دوی به پخوا هم همداسې کول، خلک په نامعلوم لامل به يې تر خپلو شکنجو او تعذيبونو لاندې ونيول، تردې چې بيا به یې بې روحه جسدونه په دښتو، ريګونو، ويالو، غرونو او بيدياوو کې وغورځول. چې دغه دنده مخکې جاجو پر مخ وړله خو جنرال رازق اوس د هغه په ځای دغه دنده د نهمې حوزې امر «فريد» ته چې په عينو مينه کې يې د خلکو د وينو په قيمت ځان ته خپل تعمير اخيستی سپارلې او هغه یې په ډېر صداقت پرمخ وړي.
د رازق شخصي زندانونه په کندهار کې؟
رازق هسې د يوه سمبول په شکل د دولت د يوه قومندان په توګه ياديږي خو په حقيقت کې هر هغه څه چې دده طبيعت يې وغواړي د خپلو يوه ډله ملګرو په واسطه یې ترسره کوي، رازق هلته يو شمير نور کسان هم لري چې هر چاته خپل مسووليت په غاړه اچول شوی او هرچا ته له هغه مال څخه چې د ولس له خلکو نه یې په زور او پلمو تر لاسه کړي وي، خپله برخه ورکول کیږي. رازق د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې څو ځايه خپل شخصي زندانونه لري چې هلته یې هرڅه د خپل طبيعت او خوښې مطابق ترسره کيږي، هغه خلک چې د رازق په زندانونو کې يې شپې ورځې تيرې کړي دي، له باګرام، پلچرخي، او نورو ګڼو زندانونو څخه ترې بدې او زړه بوږنونکې خاطرې لري. ددغو زندانونو له جملې څخه يې يو زندان د منډيګک ماڼۍ ته څېرمه د ارتباط خارجه رياست سره دی، بل يې په نهمه حوزه کې د (فريد شرابي) په واک کې دی او بل يې د ولايت په مرکز کې دی چې مسؤول يې قومندان عصمت دی پر دې سربېره نور ډير شخصي زندانونه هم شته چې مشري يې رازق کوي او نور چاپلوسان یې شوم پلانونه او اوامر ترسره کوي څه چې رازق ورته وايي هم هغه ترسره کوي. که دقیقه څېړنه يې وشي قومندان رازق به هغه څوک وي چې په افغانستان کې به يې تر ټولو زيات بې ګناه خلک په شهادت رسولي وي او هغوی چې معلوم نه دي او رسنۍ او خلک پرې خبر نه دي شمېر یې سلګونو ته رسیږي او ځينې که خبر هم دي له دې ويرې حال نه وايي چې که د کوم بې ګناه شهيد د کورنۍ غړي غږ پورته کړي نو د هغې ټوله کورنۍ له ګواښ سره مخ کيږي او هېڅ مراعت ورسره نه کيږي او د مرګ او وژلو امکان یې هم ډېر دی، نو ځکه خلک پټه خوله پاتې دي. خو دا سه موده مخکی چې يې د پوهنتون بې ګناه محصل بشير احمد ريان په شهادت ورساوه دا موضوع ځکه راپورته شوه، چې ريان خلکو پېژنده او د ريان په شخصيت او هدف خلک خبر وو، چې يوازې یې خپل تحصيل کاوه او په علمي او ادبي ډګر کې يې خپلې هلې ځلې کولې او د هغه خواخوږي او کورنۍ د رزاق له تهديدونو څخه ونه ډار شول او په زغرده يې د خپل شهيد د انتقام اخيستلو غږ پورته کړ، خو دا چې په نظام کې داسې څوک نشته چې د يو حاکم او واکمن ظلم ته دې ظالم ووايي نو هيڅوک به د نظام له منځه راپورته نه شي او په رزاق به دا غږ ونکړي چې تا ظلم کړی.
د مظلومانو د انتقام اخیستنې او د ظالمانو د بشپړې تباهۍ په هيله.

Add new comment