د لبنان حزب الله دسعودی عربستان او اسرائیلو په اړیکو نیوکه وکړه .
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د اجرایی شورا دمشر مرستیال له صهیونیسټ رژیم سره دسعودی عربستان د اړیکو په عادی کیدا نیوکه وکړه .دیورپوټ په اساس د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د اجرایی شورا دمشر مرستیال شیخ نبیل قاووق پرون په یوې(۱) وینا کښې له اسرائیلو جنایتکار رژیم سره د سعودی عربستان داړیکو عادی کیدل یوه ترټولو ستره غلطی وبلله .
نبیل قاووق وویل سعودی عربستان له صهیونیسټ رژیم سره داړیکو په عادی کولو سره دسپیڅلی اسلامی ځایونو د تولیت لیاقت نلری .
د لبنان دحزب الله دغه چارواکی دغه راز د مصر دنایل سیټ سپوږمکۍ لخوا د المنار ټیلی ویژن د فعالیت بندولو ته په اشارې سره چې دسعودی عربستان په غوښتنه ترسره شوی دی وویل دغه اقدام به په یمن کښې د سعودی عربستان په حتمی ماتی او شکست باندې د برغولی د کیښودلو سبب نشی او په سوریې کښې به هم د عربستان ماتی او شکست جبران نکړی .
عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې ترهګرې ډلې جوړوی او ورسره مالی اوپوځی مرستې هم کوی .
سعودی عربستان دټولو اسلامی هیوادونو د ترهګرو بم چاودنو او حملو اصلی مسوول دی .
Add new comment