د امام حسین علیه السلام زیارت کې د ملګرې ملتونو سازمان غړې څه وویل؟

د ټی وی شعیه راپور له مخې، د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان له اړخه د عراق مرستیاله غړې لیز ګراند کربلا کې د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت وکړو.
هغې دې سپېڅلې زیارت ته د را ننوتلو په وخت د خپل احساس په اړه وویل: زیارت ته د ننوتلو په وخت می ځان کې د تواضع، ټيټوالی او د سولې او آرامښت احساس وکړو.
لیز ګراند همدارنګه کربلا کې د امام حسین علیه السلام موزه نه هم کتنه وکړه او وې ویل: د دې ځای زیارت کول چې ټول نړیواله یی د ارزښت او اهمیت نه خبر دې ما لپاره یو لوي افتخار دي.
هغې په ادامه کې د عراق سپېڅلې ځایونو کې د هیواد د مختلفو سیمو نه د کډوالو قبلول د بشر ملګرتیا یوه نمونه وټاکله.
ګراند وویل: شک نه لري چې عراق کې سپېڅلې ځایونه په دې کې همکاري ؤ نکړي، ځکه چې دی سپېڅلې ځایونو له دې نه مخکښې هم کډوالو سره همکاري لرلې او په دې اړه یی فعالیتونه کړي او دغه خلکو سره یی مرسته کړي.

Add new comment