د اسلامی نړۍ وحدت او یووالے د وخت یو مهم ضرورت دے

 د اسلامی مذهبونو د نزدېکت د نړیوالې ټولنې قائمقام د ایران په دننه او بهر دنیا کښې د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنځ ارتباط او یووالے د وخت ضرورت وبلۀ
موسی موسوی نن له اېرناخبری اژانس سره په مرکه کښې وویل، اوسنیو حالاتو ته په پام سره اسلامی نړۍ ته د ننوتلو د یوې نمونې په توګه د مذهبونو د نزدېکت موضوع لا زیات ملاتړ ته ضرورت لری.
هغۀ څرګنده کړه، د اسلامی مذهبونو د نزدېکت ټولنې د اسلامی نړۍ د وحدت په زمینه کښې د کتابونو د چاپولو، نشرولو او د وحدت بخښونکو غونډو په جوړولو سره یو لړ فعالیتونه ترسره کړی دی.
موسی موسوی همدارنګ د دغې ټولنې د سپومکیز چېنل جوړول هم د دغې ټولنې یو پروګرام وبلۀ او تاکید یې وکړ د وهابیت د رسنیو په زیاتېدو سره چې کوشش کوی د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنځ بېلتون او تفرقه رامنځته کړی د مذهبونو د نزدېکت ټولنه د مسلمانانو ترمېنځ د لا زیات وحدت د رامنځته کولو په هدف سره یو سپومکیز چېنل جوړوی چې مقدماتی کارونه یې ترسره شوی دی.

Add new comment