جنرل سلامی وویل: امریکه د ایران د توغنده ای توان په باره کښې د نظر څرګندولو صلاحیت نۀ لری

 د ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومی قوماندان ځاے ناستی وویل، امریکایان د ایران د اسلامی جمهوریت د توغنده ای توان په باره کښې د نظر څرګندولوصلاحیت نه لری.
جنرل حسېن سلامی نن د مقدسې دفاع د قوماندان شهید جنرل علی صیاد شیرازی د شهادت د اولسمې کلیزې د مراسمو په ترڅ کښې د ایران د توغنده ای توان په باره کښې د خبرو اترو لپاره د امریکائی چارواکو غوښتنې ته په اشارې سره څرګنده کړه، دغه موضوع د امریکایانو له صلاحیت او لیاقته بهره موضوع ده چې وغواړی د ایران د دفاعی صنائعو ضروریاتو ته داخل شی.
جنرل سلامی تاکید وکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت په اصلی دفاعی قوت به هیڅکله خبرې اترې ونۀ شی او دغه موضوع د اسلامی نظام د کورنۍ ارادې تابع ده چې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر لخوا یې بڼه نیولې او د خلقو او وسله والو ځواکونو ملاتړ ورته حاصل دے.

Add new comment