په افغانستان کې د امریکا د پوځی شتون د دوام لپاره زمینه جوړول څرنګه؟

له یوې خوا د الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل راپور ورکړ چی په کندهار ، ارزګان او هلمند ولایتونو کې د طالبانو یوه مشهور قوماندان له افغان دولت او امریکا سره د خبرو په شمول د یوې نوی سټراټیجۍ وړاندیز مطرح کړی دی او د طالبانو له امیر یې هم په یوه لیک کې غوښتی دی له امریکا او لویدیځو هیوادونو سره خبرې اتری ترسره کړی .
د الجزیرې راپور زیاتوی چی ملا عبد القیوم ذاکر د طالبانو په داخلی او بهرنیو سیاستونو کې هم د بدلون غوښتنه کړی ده . دا په داسې حال کې دی چی د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد د ناخبرتیا د څرګندولو په ترڅ کې ویلی چی داسې کوم لیک یې ندې لیدلې دی . هغه همدارنګه ویلی دی چی د اسټراټیجۍ په اړه هم هیڅ معلومات نلری خو په دې یې ټینګار وکړ چی له بهرنیو دولتونو سره خبرې اترې نه کوی او یوازې په هیواد کې د شرعی قوانینو د اجرا غوښتونکی دی .
د یادولو ده چی ملا عبد القیوم ذاکر چی د ملاعمر له مړینې وروسته یې له ملا اختر منصور سره خپل مخالفت اعلان کړی وو خو په وروستیو کې د ذبیح ا... مجاهد لخوا دا اعلان وشو چی هغه له ملا اختر منصور سره بیعت کړی دی او همداراز د کندهار ولایت امنیتی قوماندان جنرال عبد الرزاق هم په دې وروستیو کې ادعا کړی وه چی پاکستان په لټه کې دی د ملا عبد القیوم ذاکر په مشرۍ په طالبانو کې نوی ډله رامینځته کړی . د ویلو ده چی د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز تیر زیارت په ورځ په افغانستان کې د سولې په بهیر د ټینګار په ترڅ کې وویل چی هیواد به یې په افغانستان کې د جنګ د ختمولو او سولې رامینځته کولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړی . هغه همداراز په روانه میلادی میاشت کې د پینځمې څلور اړخیزې غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ. دا په داسې حال کې دی چی د دغې ډلې څلور غونډې چی دوې یې په اسلام اباد او دوې په کابل کې ترسره شوی ، کومه نتیجه نده ورکړی . له بلې خوا د افغان ولسمشر اشرف غنی د ویندوی مرستیال دواخان مینه پال پرون په یوه مرکه کې د پاکستان له عالمانو غوښتی دی چی طالبان د جنګ پرځای سولې ته وهڅوی . دا په داسې حال کې دی چی د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند یوه ستر مشر مولانا یوسف شاه د زیارت په ورځ په یوه غونډه کې ویلی وو چی له افغان طالبانو ملاتړ کوی او په دغه کار ویاړی .د یوې پاکستانی ورځپاڼۍ د راپور له مخې مولانا یوسف شاه په دغه غونډه کې ویلی وو چی ډیر ژر به درست مذهبی قدرتونه یو موټې له اسلام د دفاع په لړ کې له لویدیځو قدرتونو سره مبارزه وکړی . د یادولو ده چی ښاغلی سرتاج عزیز مخکې امریکا ته د سفر په بهیر کې ویلی وو چی د طالبانو مشران په پاکستان او د اسلام اباد تر کنټرول لاندې دی . یاده دې وی چی په افغانستان کې د موجودو امریکایانو او افغانانو د اټکلونو په اساس د هوا په ګرمیدو سره جنګ هم له مخکې زیاتیږی . دا په داسې حال کی دی چی ډګروال جنتن چنګ چی د افغانستان د جنوب په هلمند ولایت کې د یوې امریکایی سلاکارې ډلې مشری پر غاړه لری وایی چی د افغان ځواکونو د روزلو لپاره کافی وخت نلری ، دوی په هلمند کې د ۲۱۵ میوند ځواک د روزلو دنده پر غاړه لری . د جنتن چنګ په وینا که واشنګټن د ټاکل شوی وخت په اساس یعنی د سږ کال له نومبر له افغانستانه د خپلو عسکرو ویستل پیل کړی ، روزنیز ماموریت همداسې نیمګړې پاتې شی . د ټاکل شوی وخت په اساس مقرره ده چی د ۲۰۱۷ میلادی کال له لومړیو په افغانستان کې د امریکایی عسکرو شمیر له ۹۸۰۰ تر ۵۵۰۰ ته راکم شی ، په دې خاطر د نوموړی په وینا روزنه به دوام ونکړی . دا په دسې حال کې دی افغان ځواکونه په کلکه د سپرلی او هوا په ګرمیدو سره د حملو په وړاندې د دفاع لپاره ځانونه چمتو کوی . جنرال چرلی کلینفلډ هم څه موده مخکې ویلی وو چی په افغانستان کې پر طالبانو سربیره القاعده ، داعش ، لشکر جهنګوی ، لشکر طیبه او افراطی ازبکان هم شتون لری .
اوس دا پوښتنه مطرح ده چی په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکایی عسکرو ولې افغان ځواکونه ندی روزلی ؟چی ځواب یې د افغان کارپیژاندو په وینا په بشپړه معلوم او څرګند دې او هغه دا چی امریکا په افغانستان کې یوازې د خپل پوځی شتون دوام غواړی .

Add new comment