دایران په توغندوی قدرت خبرې نشی کیدلای او سره کرښه ده

ایسنا خبری اژانس وایی د ایران دوسله والو ځواکونو دلوی درستیز مرستیال برید جنرال مسعودی جزایری دتوغندوی ازموینو د موضوع په حل کولو کښې له ایران سره د ملګرتیا په اړه دامریکا دخارجه وزیر جان کیری څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ ایران خپل امنیت جوړونکی او دفاعی ستراتژیانې او ډاکټرین د پردیو او مستکبرو قدرتونو له نیت څخه په خپلواکه توګه تعقیبوی او هیڅ هیواد ته به په دې زمینه کښې دلاسوهنې اجازه ورنکړل شی .
جزایری وویل ددنیا دقدرت ادعا کونکو ته یادونه کوو دایران ملت له تیرو اتو دیرشو(۳۸) کلونو راهسې ښودلی ده هر هغه لاس به چې په دې زمینه کښې لاسوهنه وکړی غوڅ کړی .
دایران د وسله والو ځواکونو دلوی درستیز مرستیال مسعود جزایری وویل داسلامی انقلاب دستر لارښودحضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په لارښوونو سره دایران قدرت له سیمې وراخوا پراخ شوی او په نږدې راتلونکی کښې دملتونو د بیدارۍ حقیقت به د امریکا دسلطې د دړې وړې کیدا سبب شی .

Add new comment