د عربستان باچا ملک سلمان مصر ته رشوت ورکوی

دیورپوټ په اساس د عربی نړۍ مشهور لیکوال عبد الباری عطوان په رای الیوم ورځپاڼه کې په خپله مقاله کې ولیکل د عربستان باچا ملک سلمان  د یمن په شمول په سیمه ایزو دوسیو کې د السیسی ملاتړ ته اړتیا لری  او په مقابل کې السیسی هم  په مصر کې له اقتصادی کړکیچ او بی وزلۍ سره د مقابلې لپاره د عربستان پیسو او پانګونې ته اړتیا لری  
د عطوان په وینا په داسې حال کې چی عربستان د یمن په جنګ کې نه یوازې ناکامه شوی  بلکې د جنګ لمبې د عربستان پولو ته رسیدلی  او د انسانی او مادی تاوانونو سبب شوی دی  ، د عربستان باچا د مصر په سفر کې هڅه کوی السیسی له خپلو محتاطو دریځونو تیریدا او یمن ته د مځکنی عسکرو ورلیږلو ته وهڅوی .
د عربستان باچا پرون د  یوه لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ یوې پینځه ورځنۍ کتنې لپاره مصر ته ولاړ  .

Add new comment