د ترکیې د ولسمشر د دیکتاتورۍ اړخ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوې ویناکې منلې چې په ترکیې کې ځینی خلک هغه دیکتاتور ګڼی .
د اردوغان دغه څرګندونې دترکیې دعدالت او پراختیا د واکمن ګوند د حکومت د پړاؤ له هماغه پیله د هغه شخصی کړچار ته د داخلی او بهرنیو سیاسی ټولنو ځینوهغو نظرونوته اشاره ده چې په پراختیا دی .
په تیره بیا دا چې په همداوروستیو کې په سورئې کې له فعالو ترهه ګرو د ملاتړ په باب دانقرې په چلند داعتراض کونکو خبریالانو په باب دمحکمې د فیصلې په هکله د رجب طیب اردوغان نظر څرګندونې،د دغه هیواد د ځینو ورځپاڼو د نیوکو یوه زمینه ګرځیدلې ده .
په دې باب دهغو ایشوانکوخبریالانو په خلاف دمحکمې په فیصلې دترکیې دولسمشر اردوغان غبرګون چې دمحکمې دفیصلې احترام نه کوی،چې د ترکیې او بیرګون په ورځپاڼو کې چاپ شوی دی ، په همدې موضوع څارنه ده .
څارونکی باوری دی ، دترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې زیات چې دهغه ددیکتاتور په بللو ئې ګیله کړی،او دخپل ځان دفاع وکړی ، باید د دې پوښتنې په ځواب پسې شی چې اساسا،ولې د ترکیې د نننۍ ټولنې عمومی افکار په آسانۍسره ددغې موضوع ترڅنګ دریدلی چې داردوغان چلند دیوه دیکتاتور خوی دی .
په دې باب ممکنه ده داینډیپینډنټ ورځپاڼې دیوه شناندی رابرټ فیسک څرګندونې جالبې و ی چې هغه لیکلی وو ، دامریکائی پوهنځیو چالاک او غولونکی مدیران(شارلاتان) چې دتل په څیر ځانونه دامریکا درسمی سرچینو سرخیل ګڼی ، حتی ترکیه ، له دیکتاتوری حکومتونو وروسته دعربی نړۍ لپاره ئې بیلګه اعلان کړې ده .
هغه پخپل یوه مطلب دوام کې داپوښْتنه مطرح کړې وه ، آیا هغه هیواد چې تراوسه پورې له خپلو کردانو سره بد چلند کوی ، دهولوکاسټ دیوه منکر په تو ګه په ۱۹۱۵کال کې دارمنیانو دنسل وژنې له تائیدولو او تصدیق کولو څخه دسرغړونې لپاره عمل کوی او حتی دهغو کسانو محاکمه چې یو ارمنی خبریال : هرانت ډ ینک : ئې په ۲۰۰۷ کال کې د استانبول په یوه واټ کې وژلی ؤ ګډوډوی ، واقعا یوه د اسې هینداره ده چې اسلامی نړۍ باید دیوې بیلګې په توګه ورته وګوری ؟
داواقعیتونه ددې ښودنه کوی چې نه یوازې دیوه بهرنی شناندی په تو ګه رابرټ فیسک ، بلکې دترکیې سیاسی ټولنې هم درجب طیب اردوغان د یوه بدماش دیکتاتور د خوئ په تو ګه ورته اشاره کو ی .
دپولیسو په لاس دګزی پارک په ورانولو داعتراض کو نکو ځپل ، د مالی فسادد دوسیو پر ایشواکیدا داردوغان دخپل ګوند او هم د قضائی او امنیتی ادارو غبرګون او هم دسلګونو امنیتی مامورانو پولیسو او دغه راز دګورنرانو څنګةکول او دښاروالیو دهغو انتخاباتو په ترسره کیدا کې دتورو نو شتون چې داردوغان ګوند پکې بریالی معرفی شوی ، دمستبدو چلندونو په تائیدولو ټپه وهل دی . دځینی ترک سیاسی ټولنې باؤری دی ، په اجرائی ادارو کې بډې رشوتونه او فساد، دښاروالیو په انتخاباتو کې دواکمن ګو ندد ۴۵فی صدی برخې بریالیتوب لامل شوی دی .
وخت په وخت دفیس بوک اویو ټیوب پشمول دټولنیزو رسنیو او چینلونو چټی کول چې د :نوو ترهه ګرو :په توګه نومل کیږی ، او درسنیو او مطبوعاتو دمطیع کولو په موخې سره ئې ګواښل یا چټی کول چې د رابرټ فیسک له نظره احتمالا دعراق دوخت د دیکتاتور صدام خاطرات یادوی ، دهغو مصداقونو یوه بله برخه ده چې درجب طیب اردوغان ددیکتاتور پر بللو دلالت کوی .
دترکیې دمخکینی ولسمشر عبدا... ګل پشمول له خپلو پخوانیو متحدانو په څنګةکولو کې درجب طیب اردوغان چلند او په قضائی محاکمو کې دترکیې دحکومت دټولګې دنفوذ په څنګ کې دترکیې په جلاوطنۍ کې د یوه روحانی فتح ا... ګولن په ضد بیلابیل تورونه او نیوکې او دترکیې دمحکمو له ځینو هغو فیصلو سره د رجب طیب اردوغان ښکاره شخصی مخالفت چې ددغه هیواد دولسمشر له جوتو غوښتنو سره په توپیر کې دی، دترکیې دولسمشر په څوکۍ د رجب طیب اردوغان دولسواکه بللو لپاره هیڅ جواز نه پریږدی .
که دغې ټولګې ته دترکیې ترملاتړ لاند ې دافراط پالو په لاس دسورئې په :کسب : ښار کې له خپلو کورونو دارمنیانو دویستلو مقوله هم ورزیاته ک ړوو، نو دهغو چلندونو دټولګې یوشان والی بشپړوی چې لامل شوی ځینی سیاسی ټولنې رجب طیب اردوغان یو دیکتاتور ونوموی .
دهغو ټولو شواهدو اومستنداتو په اساس چې درجب طیب اردوغان باندې نیوکه کو نکی دهغه د دیکتاتورۍ خوئ په څیر دچلند په باب ورته اشاره کوی ، خو دترکیې ولسمشر پخپلې خولې یوه جمله جاری کوی او هغه دا چې ؛ زه له خدای پرته له بل چا نه ویریږم او حق خبره به وکړم :::::
له دې ټولو سره سره دتیرې فرورۍ په دوهمه نیټه دخبریالانو حقوقو پوهو او دبشری حقوقو دحوزې دنورو متخصصانو په یوې نظر غوښتنې کې چې د هالینډ دیوه حکومتی ریډیو دبهرنۍ خپرونې په وسیله د ۲۰۱۵کال ددیکتاتور دټاکلو لپاره ترسره شوی ، ددیکتاتورانو دلیسټ لومړنی کس ابوبکر البغدادی شوی او اردوغان له هغه سره په لږ واټن کې ددغه لیسټ په د وهم لمبر راغلی دی .

Add new comment