داعش او النصره ترهګرو ډلو له یوبل سره جنګونه پیل کړی
داعش ترهګرې ډلې چې دسوریې په حمص ولایت کښې په تدمر او په القریتین ښارونو جګړو کښې یې سختې ماتی خوړلی دی نه ده توانیدلی په القلمون سیمه کښې نورې ترهګرې ډلې له ځان سره ملګری کړی .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ داعش ترهګره ډله دسوریې په القملون سیمه کښې نه ده توانیدلی جیش الاسلام ترهګره ډله او دهغې نورې اړونده ملګری ډلې له ځان سره یوځاې کړی او د داعش او جیش الاسلام ترهګرو ډلو ترمینځ و سله وال جنګونه اوس هم دوام لری .
دغه راپور وایی ترهګرې ډلې نه یوازې د القلمون په الضمیر سیمه کښې له یوبل سره په جنګ بوختې دی بلکې له ډیرې مودې راهسې دسوریې په جنوب کښې له یوبل سره په جنګ لګیا دی او یو بل وژنی .
دسوریې په جنوب کښې په سحم الجولان ، عدوان او تسیل سیمو کښې هم داعش ته داړونده ترهګرو ډلو او د النصره ترهګرې ډلې ته داړونده ټروریسټی ډلو ترمینځ جنګونه هماغه راز دوام لری .
دترهګرو په وړاندې په مختلفو جبهو کښې د سوریې دپوځ له زیاتیدونکو بریالیتوبونو سره په یووخت مختلفې ترهګرې ډلې له کړکیچ سره مخ شوی او دحکومتی پوځیانو په وړاندې دهغوې ماتی ترهګرې ډلې له یوبل سره جنګ کولو ته کاږلی دی
Add new comment