له ایران سره همیشنۍ دښمنۍ دامریکا دچارواکو په تکبر کښې جرړه لری
دیرپوټ په اساس دامریکا د پیسټبرګ پوهنتون یوه استاد مایکل برنز ټینګار وکړ دایران په هکله د ولسمشر باراک اوباما په شمول دامریکا د چارواکو څرګندونې ددې ښودنه کوی چې امریکا ایران خپل همیشنی دښمن ګڼی او دغه چاره دنیا ته دامریکا دمشرانو په عجیه ډول کتنې او تکبر کښې جرړه لری د امریکا د پیسټبرګ پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او د فرا اټلانټیک داړیکو دمرکز لوړرتبه غړی مایکل برنز په یوې (۱) مقالې کښې ولیکل دامریکا ولسمشر باراک اوباما دایران په چارواکو په دې خاطر چې دهغه په وینا یې داسې کړچار وکړ چې دتیر میلادی کال داټومی موافقې له روح سره یې سمون نه خوړه نیوکه وکړه .
دامریکا ولسمشر باراک اوباما دغه قضاوت له نورو هیوادونو سره دایران داسلامی جمهوریت د عادی تجارتی اړیکو داحیا د محدود کولو لپاره دامریکا د هڅې د دوام لپاره دیوه (۱)توجیه په توګه مطرح کړ .
له ایران سره د تجارتی راکړو ورکړو د اسانتیاو د برابرولو دهرې امریکایی یا بلې خارجی مالی موسسې د رټلو لپاره دامریکا چمتووالی واشنګټن ته نړیوال اقتصاد ته د ایران د بیرته ستنیدا په شرایطو د اغیز دشیندلو لپاره زیات اړمونه په لاس ورکوی .
دامریکا دغه استاد وویل په سوریې کښې د ولسمشر بشار اسد له حکومت یا دلبنان د حزب الله دملاتړ ددوام په شان دایران له اقداماتو سره دامریکا مخالفت دامریکا په تکبر کښې جرړه لری چې ځان د نورو هیوادونو په باره کښې دقضاوت کولو حقداره ګڼی .
هغه وویل دامریکا دمشرانو ددغه ذهنیت پراساس دایران ، یا روسیې او یابل کوم هیواد په شمول هیڅ بل هیواد دامریکا له تائید پرته حق نلری خپلې جایزې ګټې ولری او دامریکا دغه منطق په یمن حملې کښې دسعودی عربستان دملاتړ سبب شو که څه هم دعربستان دغه کار دالقاعده ډلې دپیاوړتیا سبب شو .
دامریکا دپوهنتون دغه استاد بیا وایی امریکا په خبره توګه په داسې لاره کښې حرکت کوی چې په عربو ټاپووزمه کښې د القاعده ترهګرې ډلې دپیاوړتیا سبب کیږی یعنی داسې ډله چې ولسمشر باراک اوبا یې دامریکا لپاره ترټولو ستر ګواښ ګڼی .
Add new comment