د بخښنې نړیوالې ادارې په عربستان کې دپانسیو په زیاتیدا اندیښنه وښودله
د بخښنې نړیوالې ادارې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو کې په عربستان کې دپانسیو په زیاتیدو داندیښنې په څرګندولو سره ویلی دی ،عربستان په تیر کال کې ۱۵۸کسان پانسی کړی دی چې د ۲۰۱۴کال په پرتله کې دوه برابره زیاتې شوی دی .
جرمنی خبری آژانس راپورورکړ کارپیژاند په دې اند دی چې دعربستان قضائی محکمه دتورنو کسانو لپاره عادلانه فیصلې نه کوی . دسعودی عربستان محکمې څه مودې مخکې د دغه هیواد دیوه ویبلاګ لیکونکی رائف بدوی لپاره دلس کلن بند او د زرو متروکو د وهلو سزا واورولې ده .
دبشری حقوقو فعالانو هم خبرداری ورکړی ؤ چې ممکنه ده د دغې فیصلې داجرا په بڼه کې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی . دبخښنې نړیوالې ادارې درائف بدوی په ضد صادر شوی فیصله بې شرمه بللې او دعربستان پر چارواکو ئې غږ کړی چې دغه فیصله دې لغوه کړی
Add new comment