پکتیکا: د بې پلوټه الوتکي په بمبار کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي
ولایتي شورا غړي او ځايي اوسیدونکي وايي چې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو د بې پلوټه الوتکي په برید کې د قومي مشرانو په ګډون شل تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
پېښه تېره ورځ غرمه مهال د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ د بانځو کلي او کاکړزو په سیمو کې را منځته شوې، چې د ځايي اوسیدونکو په وینا یې یاده مرګ ژوبله اړولې.
د سیمي یو تن اوسیدونکي محمد حنیف رسنیو ته ویلي چې پيښه هغه وخت را منځته شوه کله چې د بانځو سیمي یو شمېر مخور خلک د کاکړزو سیمي ته په یوه ډاټسن موټر کې د سیمه ایزي شخړي د حل په موخه روان وه، پر دغه موټر د بهرنیو ځواکونو د بې پلوټه الوتکي د بمبار له امله ۱۵ تنه قومي مشران او د سیمي مخور خلک ووژل شوه، یو بل تن ټپي شو.
نوموړي زیاته کړه چې دوهم برید مازیګر مهال پر دوه موټر سایکلونو تر سره شو چې له امله یې پنځه تنه عام وګړي ووژل شوه.
بل لوري ته د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري هم د پيښي پخلی کوي او زیاتوي چې په دواړو بریدونو کې وژل شوي کسان ټول عام ملکي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د یادو سیمو خلک په خپلو کې د غرونو او ځمکو پر سر بدي سره لري، ځکه اکثره ځوانان یې وسلې ګرځوي چې له امله یې ځیني کړۍ وژل شوي کسان وسلوال مخالفین بولي.
د پکتیکا امنیه قومندان ویلي چې وژل شوي کسان وسلوال مخالفین وه، ځکه چې وسلې ورسره وي، هغه زیاته کړې چې د امریکايي ځواکونو په یوه بریالي برید کې ۹ تنه وسلوال مخالفین ووژل شوه او په دوهم برید کې ۵ تنه ووژل شوه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف نن ټکی آسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ۱۸ تنه عام وګړي شهیدان شوي، نوموړي هم ورته معلومات ورکړي او ویلي چې د پيښي قربانیان سپين ږیري او د قوم مخور کسان وه.
قاري یوسف همدا راز ویلي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم وحشي بمبارۍ شوي چې له امله یې د ملکي وګړو ګڼ شمېر کورونه ویجار او نور مالي زیانونه اوښتي دي.
Add new comment