د افغانستان په ختیځ کښې اولس ترهګر وژل شوی دی
ایسنا خبری اژانس وایی دافغانستان د ننګرهار د والی ویندوی عطا الله خوګیاڼې پرون وویل دحکومتی عسکرو په عملیاتو کښې چې په اچین، بټی کوټ ، او خوګیاڼیو ولسوالیو کښې شوی په بټی کوټ کښې دداعش ترهګرې ډلې یولس(۱۱) او په اچین کښې هم شپږ (۶)نور غړی وژل شوی .
هغه وویل دافغانستان امنیتی ځواکونو دهوایی ځواک په ملاتړ سره په دغو عملیاتو کښې ګډون وکړ او ددغو ترهګرو ضد دعملیاتو هدف په ختیځ کښې د داعش دفعالیت مخه نیول دی .
ځینې سرچینې وایی چې دافغانستان ننګرهار ولایت چې پاکستان ته نږدې پروت دی دداعش ترهګرې ډلې دفعالیتونو اصلی مرکز دی .
امریکا ، سعودی عربستان، پاکستان او ځینې نور عرب هیوادونه اوس غواړی دداعش ترهګرې ډلې فعالیتونه افغانستان او بیا مرکزی اسیا هیوادونو ته وغزوی چې دروسیې اوچین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی.
Add new comment