د پاکستان په چمن کښې د افغانستان د استخباراتو یو چارواکی نیول شوی

 د پاکستان جاسوسۍ ادارو په چمن سیمه کښې دافغانستان داستخباراتو یو چارواکی نیولی دی .
د پاکستان د حکومتی ملیشا ځواکونو فرنټیر کور ویندوی وویل دافغانستان داستخباراتی ادارې یو چارواکی چې نوم یې نه دی ښودل شوی د چمن په بوغره سیمه کښې نیول شوی دی .
هغه وویل دافغانستان د استخباراتی ادارې دنیول شوی چارواکی لخوا د ورکړل شویو اطلاعاتو پراساس حکومتی ملیشا ځواکونو دچمن په خوا کښې له یوې ودانۍ څخه ګڼ شمیر وسلې هم کشف کړی دی .
د پاکستان د حکومتی ملیشا ځواکونو فرنټیر کور ویندوی زیاته کړه د افغانستان داستخباراتی ادارې نیول شوی کس کویټه ته انتقال کړی شوی چې پلټنې ترې وشی او زیاته یې کړه هغه په بلوچستان صوبې کښې دسترې ترهګرې حملې لپاره پلان جوړ کړی وو.
د افغانستان چارواکو تراوسه ددغه خبر په هکله څه نه دی ویلی

Add new comment