ملي امنیت د طالبانو پر زندان عملیات کړي

ملي امنیت وايي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یې ۱۴ ملکي کسان د طالبانو له زندانه راخوشي کړی دي. د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ډیری راخوشې شوي بندیان ماشومان او تنکي ځوانان دي. سرچینه وايي په عملیاتو کې څلور طالبان هم، چې د زندان ساتونکي ول، نیول شوي دي. افغان ځواکونو وړاندې هم څو ځله د هلمند په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو له بنده د ملکي کسانو د راخوشې کولو ادعا کړې ده. طالبانو په دې اړه مخکنۍ ادعاوې رد کړي، خو د دغې تازه پیښې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي. 

Add new comment