په پیښور او لاهور کې یو شمیر ترهه ګر مړه او زیات شمیر ونیول شول

په پیښور کې پنځوس ترهه ګر ونیول شول.
د ډان  د راپور له مخې  دخیبر پښتونخوا صوبې په مختلفو سیمو کې د پوځ  په پراخو او غږمله عملیاتو کې  پنځوس ترهه ګر ونیول شول او یو شمیر وتښتیدل.
له دغه کسانو یو  شمیر وسله او مهمات هم لاسته راغلې دي.  په نیول  شویو کسانو کې څلور افغانان دي.
د پاکستان پوځ په تیر کال کې په مختلفو سیمو کې په ترهه ضد عملیاتو کې درې نیم  زره ترهه ګر وژلې او دولس زره یې نیولې دي. د یو بل خبر له مخې پرون په لاهور کې د پوځ اور پولیسو په ګډو عملیاتو کې شپږ ترهه ګر مړه او څلور وتښتیدل.دغه کسان د پاکستان د طالبانو غړي وو.

Add new comment