په نیجریا کې درې سوه بوکوحرامیان مړه او ۲۰۰۰ ملکي کسان خوشی شول

په نیجیریا کې د بوکو حرام په خلاف پوځي ایتلاف په یو لړ عملیاتو کې   د دغه ډلې   تر درې سوو د زیاتو کسانو د وژل کیو او د کابو  دوه زره بې ګناه کسانو د خوشي کیدو خبر ورکړ.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې د کامرون او نیجیریه ایتلاف پرون تر درې سوو د زیاتو  بوکوحرامیانو  د وژل کیدو  او د هغوی له منګولو د کابو دوه زره ملکي کسانو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د دغه عملیاتو  کوماندان وویل چې  په دغه عملیاتو کې د بوکوحرام له خوا د بمونو او چاودیدونکو موادو د جوړولو اډه ختمه شوه او دهغوی  یو شمیر ګاډی او جنګي سامان د پوځ لاسته ولویده .
دا عملیات د نیجیریه د شمال به ۳۵ کلومیټرۍ کې  وشول.

Add new comment