دایټمی وسلو دختمولو په حوزې کې روان بدلونونه او بهیرونه داندیښنې وړ دی

 په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمی استاذی غلام حسین دهقانی بیګا دملګرو ملتو دعمومی اسمبلۍ دوسلو دختمولو په باب د کمیشن په غونډې کې پخپلې وینا کې وویل ، داین پی ټی تړون دشپږمې مادې په اساس دایټمی وسلو دختمولو دژمنو په ا جرا کې هیڅ ډول ملموسی پرمختګ نه دی شوی او اسلامی ایران دایټمی وسلو دختمولو په حوزې کې په روانو بدلونونو او بهیرونو ډیر اندیښمن دی .
دهقانی دایټمی وسلو دختمولو په ضد دبهیرونو په بیانولو کې وویل ، په امریکا اوانګلستان کې دایټمی سلاکوټونو دبیارغاولو لپاره ډیرې زیاتې بودجې بیله شوی دی ، امریکا په یوه یو ټریلّین ډالری پروژې کې دایټمی وسلو دنوی کولو اوبدلولو کار پیل کړی دی او د خپلو اوسنیو ټولو ایټمی وسلو په ځای په داسې ماډرن ایټمی وسلو پسې ده چې نوی عملیاتی ماموریتونه او وړتیاوې لری .
دهقانی دایټمی وسلو دختمولو په حوزې کې ویجاړونکو بدلونونو ته په اشارې سره روښآنه کړې ، تیر کال دامریکا او انګلتسان دمخالفتونو په نتیجې کې داین پی ټی تړون باندې دبیاکتنې کنفرانس ناکام شو او ونه توانید دایټمی وسلو دختمولودچارو دپرمختګ په باب هیڅ ډول محتوائی موافقه ترلاسه کړی .

Add new comment