لویدیځ هیوادونه په یمن کښې دسعودی عربستان په جنایتونو سترګې پټوی
دبشری حقوقو فعال په یمن کښې دسعودی عربستان دجنایتونو په وړاندې د امریکا او لویدیځو هیوادونو د چپتیا اصلی علت په عربستان هرکال د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځی تجهیزاتو خرڅول وباله .
پریس ټی وی چینل راپور ورکړ په امریکا کښې دیره د بشری حقوقو یوه فعال اجامو برکا په یمن کښې د سعودی عربستان دغیرقانونی او شرمونکی پوځی اقدام په باره کښې دعربستان د ملاتړو هیوادونو په مادی ګټو ټینګار وکړ او ویې ویل دامریکا او لویدیځو هیوادونو رسنۍ دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان حملو او ددغه هیواد دخلکو کړاونو ته هیڅ پوښښ نه ورکوی او په همدې علت په امریکا او لویدیځو هیوادونو کښې اکثره خلک دیمن دخلکو پرضد دسعودی عربستان له جنایتونو او له عربستان دامریکا او لویدیځو هیوادونو له ملاتړه بې خبره دی .
دبشری حقوقو دغه فعال دسعودی عربستان په لاس جنګ ته داړونده نړوالو قوانینو په خلاف ورزۍ او په هغه نسل وژنې ټینګار سره چې په یمن کښې روانه ده وویل امریکا او لویدیځ هیوادونه باید داسې رژیم چې دټولو نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوی بایکاټ کړی نه داچې له کوم علت پرته په یوشمیر هیوادونو دوسلو بندیز ولګوی .
Add new comment