د طالبانو ویاند د حکومت د طرحې د ماتې خبر ورکړ

 د طالبانو د ډلې ویاند قاری یوسف احمدی تهران راډیو ته وول چې د هلمند ولایت لپاره د افغانستان د حکومت د پوځی چارو قومندان عبدالجبار قهرمان له تیرو دوو میاشتو نه د افغانستان د حکومت په حکم له ځینو اشرارو او خپل سرو کسانو اړیکه ټینګه کړې ده څو په هلمند ولایت کښې د ټوپکواله ډله جوړه کړی چې ورڅخه د طالبانو خلاف د پاڅون کونکو په نامه ګټه واخیستله شی.
له بلې خوا داسې کسان هم شته دی چې ځانونو ته مجاهدین وایی او له څه مودې راهیسې یې سرکشی او بغاوت پیل کړی دی او له همهغه پیله د طالبانو ډلې ترڅارنې لاندې دی.
په دې وجه طالبانو هم د یوې منظمې طرحې له مخې پر دغو کسانو چې په سړی تښتونه کښې یې هم لاس درلود او د عبدالجبار قهرمان لخوا لارښوونه کیدل، د هملند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په کاریزوی سیمه کښې برید وکړ چې له امله یې له هغو زیات شمیر کسان کوم چې اربکیان وو، ونیول شول او د هغوی سل میله درنه او سپکه وسله د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د طالبانو ویاند وایی چې داشان په هملند ولایت کښې د دوی خلاف یوه حکومتی طرحه شنډه شوه.

Add new comment