د داعش په وړ اندې دامریکا تاکتیکی کړچار
په عراق کې دداعش ترهه ګرې ډلې په وړاندې دامریکا کړچار ، ددې ښودنه کوی چې سپینې ماڼۍ له موجوده وضعیَت سره په تناسب کې دغې ډلې ته خپل نظر بدل کړی دی او له داعش ډلې سره یو ډول تاکتیکی چلند کوی .
داعش ترهه ګره ډله ، د ۲۰۱۴کال په جون میاشت کې د عراق دنینوا ولایت دمرکز موصل دنیولو له وخت راهسې تراوسه پورې دامریکا له خوا د تاکتیک له ډولوالی سره مخامخ ده . په پیل کې داعش دامریکا لپاره دومره خاص ګواښ نه ګڼل کیده خو وروسته ئې فیصله وکړه هغه وحشی قاتلان چې هیڅ پولې او حدودو ته قایل نه دی ، محدود او پیزوانی کړی .
د داعش په ضد دامریکائی ائیتلاف جوړیدا په مشخص وخت کې د واشنګټن له خوا یو تاکتیک ؤ او د دغه ائیتلاف کارنامه هم ښئ له ترهه ګرۍ سره په چلند کې ئې جدی عمل نه دی کړی دخپلې خوښې په عمل سره ئې د داعش لپاره یو ډول دسا اخستو لاره پرانیستی پریښې ده .
دعراق په موصل کې د داعش ترهه ګرې ډلې دحساسو مرکزونو په نښه کولو کې د امریکائی ائیتلاف بې پامی او یا ځنډ لامل شوی دی دغه ترهه ګره ډله له کیمائی موادو استفاده و کړی او یا حتی دایټمی امنیّت ګواښونکی وګڼل شی ؛ یوه داسې موضوع چې دامریکا ولسمشر باراک اوباما په واشنګټن کې دایټمی امنیت دغونډې په څنډې کې په دې باب خبرداری ورکړ او دایټمی امنیت دپیاوړتیا لپاره ئې دلاښې نړیوالې ملګرتیا غوښتنه کړې ده .
ایټمی حملې ته دداعش په لیوانۍ ګروهنې دامریکا دولسمشر اندیښنه ، دسپیڼې ماڼۍ له چلند او کړچار سره خنداداره او معنا لرونکی ارتباط لری او تاکتیکی کړنې لامل شوی دی څو داعشی قاتلان دکیمیائی حملو له فرصته برخمن شی . دغې اندیښنې ته په پام سره ، ویل کیږی امریکا د دوو کلونو په ځنډ سره په موصل کې د داعش حساس پوځی او کیمیائی مرکزونه په نښه کړی دی .
په همدې چو کاټ کې رشیاټوډې ټیلیوژنی چینل په یوه راپور کې ویلی دی ، په ۲۰۱۴کال کې د داعش له خوا دموصل پوهنتون دایټمی یا کیمیائی آزموینو مرکز دنیول کیدا په باب نړیوالې ټولنې ته دعراقی چارواکو له بیا بیا خبرداریو سره سره،امریکائی ائیتلاف تردوو کلونو پورې په ځنډ سره پرې حمله کړې ده.
د رشیاټوډې ټیلیوژنی چینل خبریال ددغه ځنډ د څرنګوالی په باب دامریکا د خارجه وزارت ویندوی الیزابت تروډو څخه پوښتنه کړې خو هغه ددغې پوښتنې ته له ځواب ویئلو ډډه کړې ده .
ګلوبل ریسرچ انټرنیټی سایټ هم له داعش سره دامریکا دجنګ په باب په یوه راپور کې لیکلی دی ، له ترهه ګرۍ په تیره بیا له داعشی ترهه ګرۍ سره دامریکا دولسمشر او باما جنګ ، یو بشپړ جعلی او پوچ جنګ دی . وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم ځینی شواهد وړاندې کړی دی چې ښئ داعش دایټم بم د جوړولو لپاره دموصل دپوهنتون له ایټمی آزمیښځایه داستفادې په حال کې ده .
دیوه عراقی چارواکی په وینا،دموصل دپوهنتون ایټمی آزمیښتځای ، په نړۍ کې د داعش یو خورا غوره څیړنیز مرکز دی . درشیا ټو ډې ټیلیویژنی چینل په وینا، راپورونه ددې ښودنه کوی چې په دغه مرکز کې کابو څلویښت کلوګرامه یورانیم دداعشی ترهه ګرو لاس ته ورغلی دی .
د موصل پوهنتون ایټمی آزمیښت ځای نیول کیدا داعش ډله دبم په جوړولو کې توانمنه کړې ده او ویل شوی چې داعش په دغه آزمیښت ځای کې له جوړو شویو بمونو دبیلجیّم په پلازمینې بروکسل کې د وروستیو حملو لپاره استفاده کړې ده .
د داعش ډلې په وړاندې دامریکا تاکتیکی سیاست له بل هریوه سیاسته زیات ، نن سبا ایټمی امنیت له خطرې سره مخامخ کړی دی . هرچرته لازمه وی ، و اشنګټن خپل چلند په تاکتیکی ډول بدل کړی دی ،څو داسې وبریښوی چې د داعش دخطرې په باب دنورو په شان اندیښنه لری .
Add new comment