له طالب ډلې بیل شوی لوړ رتبه غړی له ملا محمد منصور سره د وفادارۍ اعلان وکړ
له طالب ډلې بیل شوی یو لوړ رتبه غړی د دغې ډلې د سرغنه ملا عمر له ځاے ناستی سره خپله وفاداری اعلان کړه.
مخې له طالب ډلې بیل شوی لوړ رتبه غړی عبدالقیوم ذاکر د ملا عمر له ځاے ناستی ملا اختر محمد منصور سره د وفادارۍ په اعلانولو سره هغه د دغې ډلې د مشر په توګه یاد کړ.
عبدالقیوم ذاکر د یو اطلاعیې په خپرولو او د ملا عمر له ځاے ناستی سره د خپل اختلاف په تائیدولو سره وویل چې د خپل وس مطابق به له ملا اختر منصور څخه اطاعت وکړی.
طالب ډله د ملا عمر د مرموزې مړینې د خبر له ناڅاپه خپرېدو وروسته په دوو څانګو ووېشلې شوه. د ملا محمد رسول په مشرۍ دغې بیلې شوې څانګې د ملا اختر منصور جانشینی ونۀ منله او ورسره یې د جنګ اعلان وکړ او یو شمېر طالب قوماندانانو هم د ملا عمر د مرګ د پټ ساتنې په وجه له ملا اختر منصوره سرغړونه وکړه.
Add new comment