په یمن کید داعش ترهه گره ډله، د قطر له خوا تقویه کیږی
د قطر د خیر مؤسسې مدیر، یوسف الکواری، اعلان وکړ؛ دغې مؤسسې د یمن خلګو لپاره د بشر دوستانه اړتیاؤو د پوره کولو په منظور، ۱۰۰میلیون ډالره بیل کړی دي.
د دغه راپور په اساس، الکواری؛ چی د یمن خلګو ته د قطر د بشر دوستانه مرستو خبر، په دوحه کی د خیریه کنفرانس په څنګ کی اعلان کړ؛ دا مسئله یی روښانه نه کړه، چی د یمن له خلګو سره د قطر امیر مرستې، د داعش په تقویه کولو کی؛ د سوریې له خلګو سره د دغه هیواد د مرستو په شان دي. الکواری؛ پدې هکله چی دغه مرستې کومې ډلې یا پرګنې ته ورکولې کیږی، هیڅ توضیح ور نه کړه.
قطر، د سوریی کړکیچ په پیلیدو سره، سوریې ته د مالی مرستو لیژل پیل کړل، خو د دغو مرستو زیاتره برخې؛ وسله والې او مالی وې، او داعش ته ور کول کیدلې.
همداراز په قطر کی یو شمیر با خبرو سرچینو خبر ورکړئ، چی قطر؛ په یمن کی د عربستان او اماراتو سره د انډول قدرت د لاسته راوړلو لپاره، په یمن کی د داعش په نامه ډلې د پیاوړی کولو په لټه کی دئ، او په اوس حال کی؛ د روزل شویو پوځی ځواکونو یوه برخه کسان، په غیر قانونی توګه، د سمندر له لاری،یمن ته لیژل شوی دي.
Add new comment