په پاکستان کې دهندی جاسوس دنیونې په سناریو کې دعربستان رول

په پاکستان کې دایران داسلامی جمهوریت سفیر مهدی هنر دوست پرون په اسلام اباد کې دپاکستان دکورنیو چارو له وزیر چودری نثار علی خان سره لیده کاته وکړ ل .
په دغې کتنې کې چې په اسلام آباد کې په پنجاپ هاؤس کې شوی ،چودری نثار علی خان ویلی دی چې په ایران کې دهندی جاسوسی ادارې :را: چینل شتون،دمونږ داندیښنې لامل شوی دی . هغه همداراز په دغې کتنې کې له ایرانه د رضوان په نامه راکیش کمار هندی جاسوس دورسپارلو غوښتنه هم کړې . دپاکستان چارواکی مدعی د ی چې راکیش کمار ، په پاکستان کې دنیول شوی هندی جاسوس کل بهوشن یادیو مرستیال او دایران په چابهار کې دتجارت په پوښښ کې دپاکستان په ضد په فعالیتونو بوخت دی . دپاکستان حکومت چې دغه هیواد ته دایران داسلامی جمهوریت دولسمشر حسن روحانی دسفر په درشل کې د کل بهوشن یادیو دنیونې اعلان و کړ او دغه راز ئې وویل و چې هغه دهندوستان د جاسوسی ادارې :را: یو جاسوس او دسمندری ځواک یو افسر دی او دایران په چابهار ولسوالۍ کې د جواهراتو یا جیولرۍ دکان لری او په دغه پوښښ سره ئې ، د جاسوسۍ چینل پیل کړی او دپاکستان په ضد فعالیتونه کوی . پر دې اساس دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان دایران له سفیر سره په کتنې کې ویلی دی ، پاکستان له لسګونو کلونو راهسې له ایران سره کلتوری،مذهبی اوسیاسی اړیکې لری او هیڅکله هم په دغو اړیکو کې څوک خنډ نشی راوستلی . . پر دې اساس دپاسکتان مطبوعاتو هم راپورورکړی ، له چودری نثار علی خان سره په کتنې کې د ایران سفیر مهدی هنر دوست هم ډاډ ورکړی چې داسلامی ایران حکومت به په دې زمینې کې ملګرتیا وکړی او دپاکستان هرډول اندیښنه به ختمه کړی .
باید وویل شی په پاکستان کې دهندی جاسوس کل بهوش یادیو نیول کیدا چې پاکستان ته داسلامی ایران دولسمشر حسن روحانی درسفر په درشل کې اعلان شوې،دپاکستان دمشرانوجرګې دیوه استاذی اوتکړه سیاستوال رضامحمد رضا او همداراز دپاکستان په بلوچستان کې دپیپلز ګوند د عمومی منشی بسم ا... خان کاکړ په څیر د کارپوهانو اوشناندو له خوا ، پاکستان ته د اسلامی ایران دولسمشر حسن روحانی دسفر تر اغیز لاندې راوستو لپاره یوه جوړه شوی سناریو بلل شوې ده . دغو شناندو له هماغه پیل ه ویلی وو چې دا یوه سناریو ده چې دپآکستان دټاکل شوی حکومت په اپوټه چې ل اسلامی ایران سره داړیکو پراختیا غواړی ، د امریکا ،عربستان په څیر دځینو هیوادونو له خوا دځینو استخباراتی کړیو او رسنیو په تیره بیا دپاکستان دخصو صی ټیلیوژنی چینلونو په مرستو سره پیل شوی ده او ولیدل شول چې پاکستان ته دحسن روحانی دسفر په وخت څرنګه دغو خصوصی چینلونو دنیول شوی هندی جاسوس موضوع ته اهمیّت ورکړی او دحسن روحانی سفر ئې په کلی ډول تراغیز لاندې راوستی او دنوموړو دوو شناند و ا و کارپوهانو پشمول زیاتره کارپیژاندی په دې اند دی چې دایران او پاکستان نزدیکیدا دعربستان په څیر ځینی هیوادونه نشی زغملی . په تیره بیا د دواړ و هیوادونو ترمینځ دګیسو دپایپ لاین دپروژې په باب موافقه چې ایران پخپلې خاورې کې ددغه پایپ لاین پروژه بشپړ کړې ده او اوس دایران په ضد داقتصادی بندیزونو له لیرې کیدا وروسته ، پاکستان هم په لټه کې دی چې پخپلې خاورې کې دګیسو پایپ لاین بشپړ کړی څو دغه موافقه اجرائی شی، اصلا دا د عربستان لپاره دمنلو وړ نه ده . پر دې اساس دهندی جاسوس دنیول کیدا سناریو په لاره اچول شوې ده څو دایران او پاکستان ترمینځ اختلافاتو ته لمن ووهل شی . په داسې حال کې چې که دهندی جاسوس دنیول کیدا قضیه که سمه هم وی ، نو پاکستان ددغې موضوع له رسانئ کولو پرته ، داموضوع ل ایران سره حل کولی شی او لکه څنګه چې موخه ئې پاکستان ته داسلامی ایران دولسمشر دسفر تراغیزلاندې راوستل وو،نو ځکه ئې دغې موضوع ته ئې دومره انعکاس ورکړ .
دکارپیژاندو په وینا، دا هم ممکنه ده چې دغه جاسوس ډیر مخکې په پاکستان کې نیول شوی وی ، خو پاکستان ته ئې داسلامی ایران دولسمشر له سفر سره په یو و خت ئې د هغه دنیول کیدا اعلان وکړ څو دغه سفر تراغیزلاند ې راولی . باید وویل شی دپاکستان دتکړه شناندو او کارپوهانو ر ضا محمد رضا او بسمه ا... کاکړ د خبرو په اساس ، د دغه هیو اد خصوصی ټیلیوژنی چینلونو او ځین و استخباراتی کړیو له عربستانه په میلیونونو ډالر اخلی.
ډیری شناندی او کارپوهان دا هم وائی ، چې هندوستان په پاکستان کې دکل بهوشن یادیو دنیول کیدا په تائیدولو سره ویلی دی ، دا دهندوستان دسمندری ځواک یو ریټایرډ شوی افسر دی او په اسلام اباد کې دهندوستان سفارت هغه ته د لاس رسی غوښتنه کړې وه چې پاکستان دغه غوښتنه رد کړې ده .

Add new comment