په سیمه کی د اسرائیلو نوی فرصتونه
صهیونیسټی خبری آژانس د راپور سره سم، په اوس حال کی په نیواکی سیمو کی، د اسرائیلو او عربستان ترمنځ، د اړیکو د چټک نږدیکت لپاره د رامنځته شوی فرصت په هکله، خبرې کیږی. اسرائیل په اوس حال کی په سیمه کی د نویو فرصتونه په لټه کی دئ.
د دغه راپور په اساس، عربستان؛ د ایران او امریکا د اړیکو له ښه کیدو وروسته، په یو ډول ځان زیانمن لیدلئ، او دغه مسئله له پخوا څخه په زیاته اندازه،د اسرائیلو سره د عربستان د نږدی کیدو، یوه زمینه ده. په منځنی ختیځ کی، له سنی ټولنو او هیوادونو؛ او د هغو په سر کی له عربستان سره، د اسرائیلو پټې او غیر مستقیمې مرستې، یو نوئ کار نه شمیرل کیږی.
همدا اوس، د اسرائیلی واکمنانو بحث، په سیمه کی د فارس خلیج له هیوادونو سره د ګډو ګټو، او په تیره بیا د ایران سره د مقابلې په زمینه کی، د ګډې همکارۍ په سر دئ. اسر ائیل حاضر دمه له هربل وخت څخه په زیاته اندازه، احساس کوی چی؛ د فارس خلیج له هیوادونو سره له ګډو ګټو څخه برخمن شوئ دئ، داشان چی ایران؛ د هر دواړو لورو په ګډ دښمن باندی اوښتئ دئ.
همداراز، په سیمه کی د ایران متحد، حزب الله، د اسرائیلو او عربستان په ګډ دښمن باندی بدله شوې ده، په تیره بیا پسله هغه چی عربستان، په دغې ډلې پوری مربوط، د المنار د سپوږمکیزو پروګرامونو د خپرولو په وړاندی خنډ شوئ دئ.
داسد د نظام په وړاندی هم، د هردواړو دریځونه یو شانته دي.
همداراز د اسرائیلو او عربستان ترمنځ د نږدی اړیکو یوه بله نښه، په بید المقدس کی د ایلاف سعودی نشریې سره، د اسرائیلو د خارجه وزارت د لوی مدیر« دورګولد» خبری مرکه ده.
ګولد، چی همدا اوس په یو ډول د اسرائیلو د بهرنیو اړیکو مسؤل دئ؛ پدی مرکه کی، له عربی هیوادونو سره د اړیکو د ټینګولو، او د موافقو د کولو په اهمیت باندی ټینګار کړئ دئ. ده همداراز، د ایران د خطر په زمینه کی، د سیمې له هیوادونو سره؛ د صهیونیسټی رژیم ګډو ګټو ته اشاره کړې ده.
Add new comment